د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

افغانستان د سوریې حکومت د مخالف ملي ایتلاف د لیک ځواب ورکړ


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سوریې جګړې ته د افغانانو د استولو د مخنیوي لپاره یې جدي ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړي دي.

د سوریې حکومت د مخالفینو له لوري د هغه لیک له استولو وروسته چې په کې له افغان حکومته غوښتنه شوې سوریې ته د افغان جنګیالیو مخه ونیسي افغان حکومت وايي، جدي هڅې روانې دي چې دغه ستونزه له ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو د دغه لیک د رارسېدو ترڅنګ وویل چې د سوریې جګړې ته د افغان مهاجرینو د استولو موضوع یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره شریکه کړې.

مستغني: د ځینو نورو راپورونو پر اساس د افغانستان اسلامي جمهوریت په جریان کې دی
مستغني: د ځینو نورو راپورونو پر اساس د افغانستان اسلامي جمهوریت په جریان کې دی

دا چې ولې تر اوسه د سوریې جګړې ته د افغان مهاجرو د استولو په برخه کې د افغان حکومت هڅو نتیجه نه ده ورکړې په اړه یې شکیب مستغني وايي.

"نه یوازې د دغه لیک په ترلاسه کولو بلکې د ځینو نورو راپورونو پر اساس د افغانستان اسلامي جمهوریت په جریان کې دی خو په ټولو مواردو کې قرار دا نه دی چې هڅې دې په یوې شپې او ورځې او یا اندک وخت کې نتیجه ورکړي هر هڅه مطلوبو نتیاجو ته د رسېدو لپاره وخت نیسي او تر هغې چې دغه هڅې په کلي توګه نتیجه ورنه کړي دوام به وکړي."

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت افغان حکومت ته د سوریې رژیم د مخالفانو د لیک په اړه جزییات ورنه کړل خو د یک په نامه خصوصي تلویزون د دغه لیک یوه کاپي خپره کړې ده.

المالح له افغان حکومته غوښتنه کړې چې د سوریې جګړې ته د افغانانو د ورتګ مخه ونیسي
المالح له افغان حکومته غوښتنه کړې چې د سوریې جګړې ته د افغانانو د ورتګ مخه ونیسي

په دغه لیک کې د سوریې رژیم د مخالفانو د ایتلاف د قانوني کمېټې مشر هیثم المالح له افغان حکومته غوښتنه کړې چې د سوریې جګړې ته د افغانانو د ورتګ مخه ونیسي.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې په دغه لیک کې ویل شوي چې اته زره افغانان د ایران له لوري د سوریې جنګ ته استول شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت که څه هم د کوم هېواد او یا سازمان نوم وانهخېست خو دا یې وویل چې ځیني هېوادونه او غیرې دولتي بنسټونه افغانان د بین الملي اصولو خلاف کړونو ته هڅوي او ګوماري یې.

وړاندې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي چې د ایران سپاه پاسداران په زرګونو افغان مهاجر د سوریې د حکومتي ځواکونو په ملاتړ د سوریې جګړې ته استولي دي.

که څه هم ایران تل په سوریه کې د بشرالاسد له حکومت خپل ملاتړ اعلان کړی خو دا نه مني چې ګواګې دوی افغانان د سوریې جګړې ته استولي دي.

د سوریې ملي ایتلاف د دوه زره دولس کال د نومبر په میاشت کې د بشرالاسد حکومت پر ضد جوړ شو چې د ځینو اروپايي او عربي هېوادونو ترڅنګ د امریکا متحده ایالات یې هم ملاتړ کوي.

په همدې حال کې یو معتبرې دولتي سرچینې د نوم د نه ښودولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت د دولتونو په سطح د ښو اړیکو غوښتونکی دی او تل یې هڅه کړې چې رامنځته کېدونکې ستونزې په سوله ییزه توګه حل کړي.

یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې افغان حکومت په هغه شکل چې لازمه ده په بهرنیو هېوادونو کې د افغانانو له حقونو څخه دفاع نه ده کړې.

پوځي کارپوه جاوید کوهستانی وايي، افغانان یوازې د سوریې په نیابتي جګړه کې نه بلکې د یمن په جګړه کې هم د نورو په ګټه جنګیږي او ځیني کړۍ د دوی له مذهبي احساساتو ګټه اخلي.

کوهستانی: ځیني کړۍ د افغانانو له مذهبي احساساتو ګټه اخلي.
کوهستانی: ځیني کړۍ د افغانانو له مذهبي احساساتو ګټه اخلي.

ښاغلي کوهستاني زیاته کړه:

"نه یوازې ایران افغانان د سوریې جګړې ته استوي بلکې کافي اسناد او شواهد موجود دي چې ځیني خلک د افغانستان له سرحدي سیمو د داعش په ګټه ان د یمن په جنګ کې د پاکستان او ځینو نورو اسلامي بنسټونو له لوري انتقال شوي."

په همدې حال کې یو شمېر نور کارپوهان ایران یو ایډیولوژیک رژیم ګڼي او وايي چې هغه هېواد کله هم د نړۍ حقوقي موازین نه دي منلي.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزي ازادي راډيو ته وویل چې له دې وړاندې هم ایران د افغانانو د مذهبي احساساتو څخه په استفادې هغوی د عراق په جنګ کې ښکیل کړي و.

هغه وايي چې حکومت باید په هر شکل چې وي دا مسئله له ډيپلوماټيکو لارو حل کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG