د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۸

غورځنګ: افغان ځواکونه طالبانو او القاعدې سره مبارزې ته ژمن دي


د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ
د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ

د افغانستان د ملي امنیت شورا یو ځل بیا د القاعده شبکې او وسله‎والو طالبانو په ځپلو ټينګار کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي له وسله‎والو طالبانو سره د القاعده شبکې بیعت څه نوې مسئله نه ده او دا ډلې له لومړي سره د منابعو او امکاناتو له پلوه سره یو ځای وې.

د دې شورا ویاند تواب غورځنګ د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا مسئله د افغانانو د نابودۍ لپاره د افغانستان د دښمنانو د متحد کېدو څرګندونه کوي.

ښاغلي غورځنګ ټينګار وکړ چې القاعده او طالبان د افغانستان ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي او حکومت له دغو ډلو سره د مبارزې لپاره ژمن دی.

ښاغلی غورځنګ وايي:

"هم د القاعده ترورېستي ډله او هم د وسله‎والو طالبانو ډله د افغانانو او افغان حکومت سره د جګړې اعلان کړی دوی له پیل څخه د ترورېستي فعالیتونو په انسجام کې سره همکار و، افغان ځواکونه د دغو ترورېستي ډلو سره د مبارزې لپاره متحد دي او د خلکو او له دې خاورې دفاع کوي."

ایمن‌الظواهری د القاعده شبکې مشر
ایمن‌الظواهری د القاعده شبکې مشر

رویټرز خبري اژانس په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د القاعده شبکې مشر ایمن‎الظواهري په یوه غږیز پیغام کې د طالبانو له نوې مشر ملا هبت‎الله اخوندزاده سره بیعت اعلان کړی.

له دې وړاندې ایمن‎الظواهری د وسله‎والو طالبانو له پخواني مشر ملا اختر منصور سره هم بیعت کړی و.

نږدې دوه میاشتې مخکي په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن ویلي چې د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې پیاوړې شوې دي.

همدارنګه د افغانستان دفاع وزارت هم په دې وروستیو کې تائید کړې چې القاعده شبکه یو شمېر ترورېستي فعالیتونه په دې هېواد کې پیل کړي دي.

سره له دې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند په افغانستان کې د القاعده شبکې د اوسنی فعالیت څرنګوالي په اړه اشاره ونه کړه خو د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت ویاند نږدې یوه میاشت مخکې ویلي فکر نه کوي چې القاعده شبکه د افغانستان حکومت لپاره یو ګواښ رامنځته کړي.

خو چارلز کلیفلند ویلي چې د امکاناتو او مهارتونو له لارې د القاعده شبکې او طالبانو تر منځ د همکاریو زیاتېدل امکان لري چې د طالبانو هڅې چټکې کړي.

په همدې حال کې د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان وایي حکومت باید د وسله‎والو مخالفانو د نویو تحرکاتو سره د مقابلې لپاره پوره چمتووالی ولري.

افغان کارپوه اسحق اتمر وویل د مخالفانو یو ځای کېدل کولای شي چې امنیتي ګواښونه زیات کړي.

د ستونزو او ننګونو په مقابل کې د مبارزې لپاره باید دولت قوي دریځ ولري.
د ستونزو او ننګونو په مقابل کې د مبارزې لپاره باید دولت قوي دریځ ولري.

ښاغلی اسحق اتمر وايي:

"زه فکر کوم چې د دغو ستونزو او ننګونو په مقابل کې باید دولت یو قوي دریځ ولري، امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي نوي تجهیزات راته برابر کړي تر څو د دغو ننګونو په مقابل کې پوره اماده‎ګي ولري."

له دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت وسله‎وال طالبان د افغان ځواکونو په وړاندې تر ټولو لویه ډله ګڼلې وه.

د دې مأموریت ویاند وویل افغان امنیتي ځواکونه د تېر په پرتله په ښه دریځ کې دي او تعرضي حالت ته راتلل په روانه جګړه کې د دغو ځواکونو د بریا سبب شوی دی.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG