د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

که پر القاعده ډلې فشار رانه وړل شي بیا به وده وکړي


په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو ویاند جنرال چرلي کلیفلنډ
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو ویاند جنرال چرلي کلیفلنډ

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قومنداني وایې، که القاعده ډله په دغه هېواد کې په مسلسله توګه تر فشار لاندې و نه نیول شي نو یاده ډله به یوځلي بیا وده وکړي.

دا خبره په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو ویاند جنرال چرلي کلیفلنډ د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وکړه.

نوموړي همدا رانګه هغه راپور رد کړ چې ګواکې طالبان د افغانستان پر درېیمه برخه خاوره کنټرول لري.

سره له دې چې طالبان په افغانستان کې تر ټولو خطرناکه وسله واله ډله بلل کیږي خو تر څنګ یې یو شمېر نورې وسله والې ډلې هم شته چې د افغانستان امنیتي ګواښي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو ویاند جنرال چرلي کلیفلنډ د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې القاعده ډله که په دوامداراه توګه تر فشار لاندي و نه اوسي نو کولای شي یو وار بیا په دغه هېواد کې وده وکړي.

ښاغلي کلیفلنډ زیاته کړه:

"هغه څه چې موږ یې په اړه اندیښنه لرو دا دي چې که له دوی څخه نظر واړول شي او که پر القاعده ډلې په دومداره توګه فشار را نه وړل شي نو په تاریخي توګه دوی دا وړتیا لري چې ډير ژر یو وار بیا را وټوکیږي او د خپل شمېر په تناسب به لا ډير ګواښ را منځ ته کړي."

نوموړي که څه هم وویل چې القاعده په افغانستان کې ځپل شوې ده او شمېر یې هم زیات نه دی خو ویې ویل چې دغه ډله له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

جنرال مک نیکولسن ویلي چې په ۲۰۱۵ کې د جګړو شدت د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت هم له ځنډ سره مخ کړ.
جنرال مک نیکولسن ویلي چې په ۲۰۱۵ کې د جګړو شدت د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت هم له ځنډ سره مخ کړ.

د جنرال کلیفلنډ په وینا د القاعده ډلې پاتې شوني اوس هم له نورستان څخه نیولې تر کندهاره پورې په یو شمېر سیمو کې شته.

د دې تر څنګ طالبان، د اسلامي امارت ستره شورا، حقاني، د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګه، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي، تحریک طالبان پاکستان، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي او لشکر طیبه هغه وسله والې ډلې دي چې د ښاغلي کلیفلنډ په وینا په افغانستان کې حضور لري.

دغه امریکایې جنرال همدا رنګه وویل چې امریکایې ځواکونو د روان کال له جنورۍ څخه د مارچ تر آخره شاوخوا ۱۰۰ هوایې حملي کړې چې زیاتره یې په ننګرهار کې د داعش ډلې پر ضد و خو په وینا یې په دغه موده کې القاعده ډله هم د امریکایې ځواکونو هدف ګرځيدلي دي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند جنرال چرلي کلیفلنډ په خپلو خبرو کې وویل چې طالبان لا هم په افغانستان کې تر ټولو خطرناکه وسله واله ډله ده، خو دا یې رد کړه چې ګڼې دغه ډله د افغانستان پر درېیمه برخه خاورې کنټرول لري.

ښاغلي چرلي زیاته کړه:

"ما په وار-وار په رسنیو کې اوریدې چې د هېواد یو پر دریمه برخه د طالبانو په کنټرول کې ده. باید و وایم چې دا رښتیا نه ده. دا په دې ډول توجې کیدای شي چې په دریمه برخه کې دوی یو ډول حضور لري، یا دوی په دومره برخه کې عملیات کولای شي او ګواښلای یې شي."

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال مک نیکولسن هم له رویټرز سره په تازه مرکه کې ویلي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د جګړو شدت د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت هم له ځنډ سره مخ کړ.

نوموړي ویلي، تر هغو چې د افغانستان هوایې ځواکونه په سمه توګه فعاله کیږي نو افغانان به له زیاتیدونکي خطر سره مخامخ وي.

خو نړېوالې ټولنې ژمنه کړې چې د اوږد مهال لپاره به د افغان ځواکونو د پياوړتیا لپاره مرسته وکړي.

د همدې هڅو په لړ کې تمه کیږي د روان کال په جولای میاشتې کې د وارسا غونډه له افغانستان سره د نړېوالو د پوځي مرستو د دوام د څرنګوالي په هدف جوړه شي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG