د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

په افغانستان کې د بې ځایه شویو کډوالو شمېر دوه چنده شوې


په تېرو درې درې کلونو کې په افغانستان کې د هغو کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو شمېر دوه چنده شوی چې په سیمو کې یې جګړو د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، دا مهال یو میلون او دوه سوه زره افغانان په خپل هېواد کې دننه بې کوره شوي دي.

"زما ماشومان ممکن دې ژمې کې مړه شي،: د بې ځایه شوېو کډوالو په وړاندې د افغانستان ماتې شوې ژمنې."

دا د بخښنې د نړیوال سازمان د هغه راپور سرلیک دی چې د افغانستان دننه د بې ځایه شویو کډوالو د وضعیت په اړه یې خپور کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په تېرو درې کلونو کې په افغانستان کې دننه د بې ځایه شویو کډوالو شمېر یو میلون او دوه سوه زره کسانو ته رسیدلی دی چې تردې د مخکې مودې په مقایسه دوه چنده زیات شوی.

په دې راپور کې موندل شوي چې په افغانستان کې دننه بې ځایه شوي کورنۍ، مناسبه سرپنا نه لري، د خوړو او د څښاک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي، روغتیايي اسانتیاوو ته لاس رسي نه لري او ماشومان یې له زده کړو محروم دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبې اسیا د څانګې مشرې چمپا پاټیل د دې راپور خپرېدو په درشل کې ویلي:

"په داسې حال کې چې د افغانستان څخه د نړۍ پاملرنه اوښتې ښکاري موږ د هغو خلکو ستونزمن وضعیت له یاده ایستلې چې په کړکېچ کې مو ښکېل پرېیښي دي."

په وروستیو څو کلونو کې چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې د افغان حکومت او مخالفو وسله والو ترمنځ جګړې تودې شوي، ګڼې کورنۍ اړ شوي چې د جګړو په سیمو کې خپل کورونه پریږدي او د سرونو د خوندیتوب لپاره نسبتاً امنو سیمو ته کډه شي.

یوازې د ۲۰۱۶میلادي کال په اړه چې لاله نیمايي هم نه دی اوښتې د خبرو پرمهال د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبې اسیا څیړونکي اولوف بلومکویسټ "Olof Blomqvist" وویل:

"یوازې په ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو څو میاشتو کې تر سل زرو زیات کسان د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي.که موږ دا په ورځو وویشو نو، ویلای شو چې په افغانستان کې هره ورځ زر کسانو خپل کورونه د جګړو له کبله پرېښي دي."

دا راپور په هرات، کابل او مزارشریف کې د کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو په کمپونو کې د سل بې کوره شوېو کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوي دي.

په راپورکې د افغانستان دننه د کډوالو د کمپونو وضعیت ناوړه ګڼل شوی او وايي چې د کډوالو د شمېر په زیاتېدو د کمپونو وضعیت هره ورځ له بده بدتریږي.

د بخښنې د نړیوال سازمان څیړونکې بلومکویسټ وايي:

"واقعاً داسې ده، هغه خلک چې یو ډارونکې وضعیت د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي، پر بل داسې وضعیت اوښتې چې هغه هم ډارونکې دی. ځکه هلته هیڅوک نه شته چې دوی وساتي، یا د دوی بشري حقونه وساتي او یا ورته هغه پوره مرستې برابرې کړي چې دوی ورته اړتیا لري."

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې یادونه چې د بې ځایه شوېو افغانانو ستونزې پر هغه سربېره زیاتې شوي چې افغان حکومت پر لپسې ژمنې کړي چې وضعیت به سم کړي او د کورنیو کډوالو سره د چلن لپاره به یوه نوې پالیسي خپله کړي.

یو کورنی بې‎ځایه شوی افغان: موږ له ناهیلۍ دلته راغلی یو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

ښاغلی بلومکویسټ وايي، د کورنیو کډوالو د ستونزې سره د چلن په برخه کې د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت، سرچینو، ظرفیتونو او داسې متخصصانو ته اړتیا لري چې رغنده پالیسۍ عملي کړي شي.

د نوموړي په وینا په دې وزارت کې د مالي فساد تورونو هم دننه په افغان حکومت او هم په نړیواله ټولنه کې ډېر کسان دې ادارې ته د منابعو له برابرولو ویرولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان پر نړیوالې ټولنې ټینګار کړی چې په افغانستان کې دننه د کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو د بشري حقونو د خوندي کولو لپاره دې ډېر څه وکړي او همدارنګه دې د بې ځایه شوېو کډوالو په وړاندې د افغان حکومت د پالیسۍ د عملي کولو لپاره د مسلکي کسانو په رامخې ته کولو د او سرچینو پر برابرولو زور واچوي.

د بخښنې نړیوال سازمان پر نړیوالې ټولنې ټینګار کړی چې په افغانستان کې دننه د کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو د بشري حقونو د خوندي کولو لپاره دې ډېر څه وکړي
د بخښنې نړیوال سازمان پر نړیوالې ټولنې ټینګار کړی چې په افغانستان کې دننه د کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو د بشري حقونو د خوندي کولو لپاره دې ډېر څه وکړي

د بخښنې د نړيوال سازمان څیړونکې بلومکویسټ وايي، کورني بې ځایه شوي افغان کډوال دا وس نه لري چې د ځینو نورو په شان هېواد پریږدي او یا قاچاقچیانو ته پیسې ورکړې چې چېرې بل ځای یې بوځي.

د ده په وینا دوی ريښتا هم له بې وزلو بې وزله او له بې وسو بې وسه دي.

XS
SM
MD
LG