د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

بلخي:په قاچاقي ډول اروپا ته ورغلو افغانانو ته قبولي نه ورکول کیږي


د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وایي، اروپایي هېوادونه به ټولو هغو افغانانو ته قبولي ورنه کړي چې په قاچاقي ډول ورغلي دي.

سید حسین عالمی بلخي دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ، د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له غونډې څخه تر راستنیدو وروسته، په کابل خبریالانو ته وکړې.

ښاغلي بلخې د یو.ان.اچ.سي.ار دغه غونډه چې به جینوا کې جوړه شوې وه موئثره وبلله او زیاته یې کړه چې د افغان کډوالو د راستنیدو له بهیر سره په کې مرسته اعلان شوه.

په داسې حال کې چې افغان کډوال په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وایي، د دې ستونزو د هواري هڅې یې پیل کړی دي.

سید حسین عالمی بلخې د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د یو.ان.اچ.سي.ار په کلنۍ غونډه کې یې د اروپایي هېوادونو له چارواکو وغوښتل چې ورغلو افغانانو ته قبولي ورکړي.

ښاغلي بلخي وویل، که څه هم د اروپایي هېوادونو چارواکو د افغان کډوالو د ستونزو د هواري خبره وکړه، خو زیاته یې کړه چې اروپایي هېوادونه به ټولو ورغلو افغانانو ته قبولي ورنه کړي:

((زموږ غوښتنه دا وه چې اروپایي هېوادونه باید هغو کډوالو ته له استثنا پرته قبولي ورکړي چې سږکال اروپایي هېوادونو ته تللي دي، موږ وویل چې د افغانستان وضعیت ښه نه دی، زموږ غوښتنه همدا وه، دا چې څومره دا غوښتنه منل کیږي هغه بل بحث دی، زموږ او ستاسو د کډوالو له ډلې به چې هلته تللي یو شمېر قبول شي، خو د دې انتظار باید ولرو چې یوشمیر به یې قبول نه شي.))

سږکال له سوریې او عراق وروسته افغانان اروپایي هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني ته د تللو کډوالو زیاته برخه جوړوي.

د یو.ان.اچ.سي.ار یا د کډوالو په برخه کې د ملګروملتونو د عالۍ کمیشنرۍ کلنۍ غونډه په جینوا کې جوړه شوې وه او د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخې هم برخه په کې اخیستې وه.

ښاغلي بلخې وویل چې په دې غونډه کې د افغان حکومت هغه غوښتنه هم ومنل شوه چې د افغان کډوالو د راستنیدو له بهیر سره باید مرسته وشي:

((موږ هلته یوه طرحه وړاندې کړه، د دې طرحې له مخې مونږ د ۵۵۳ میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه څو د کډوالو را ستنیدو ته زمینه برابره او د بې ځایه شوو کسانو ستونزه هواره شي، زمونږ دغه طرحه د ټولو هیوادونو له خوا تائید شوه.))

له اروپایي هیوادونو سربیره په دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان کې هم څه باندې دوه نیم میلیونه قانوني کډوال ژوند کوي.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې له ۲۰۰۲ میلادي کال را په دې خوا څه باندې پنځه نیم میلیونه افغانان هیواد ته را ستانه شوي دي.

د چارو څیړونکي وایي، حکومت ته په کار ده چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو را ستنیدو ته زمینه برابره کړي، څو دغه هیوادونه په راتلونکې کې له افغان کډوالو څخه د فشار د آلې په توګه کار وا نخلي.

XS
SM
MD
LG