د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د امنیت شورا: د بې ځایه شوو وزیرستاني کډوالو ستونزې دې وڅیړل شي


د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې د ولسمشر دویم مرستیال ته دنده وسپارله شوه چې په خوست او پکتیکا کې له بې ځایه شوو کسانو سره مرسته وکړي.

له شمالي وزیرستانه خوست ته بې ځایه شوې کورنۍ د افغان حکومت له مرستو مننه کوي او وايي، چې اوس هم ځینې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.

څه موده وړاندې پاکستاني پوځیانو په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل کړي چې له امله یې زرګونه کورنۍ د جګړې له ویرې خوست او پکتیکا ولایتونو بې ځایه شوې.

د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې د بهرنیو او کډوالو چارو وزارتونه موظف شول چې په کابل کې دې له میشتو بهرنیو سفارتونو او نړېوالو موسسو سره د خوست او پکتیکا له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې په خاطر تماسونه ونیسي.

د ملي امنیت په شورا کې د ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي ته دنده وسپارل شوه چې د یادو بې ځایه شویو کورنیو ستونزې معلومې او د حل لارې چارې ورته ولټوي

په همدې حال کې خوست ولایت ته بې ځایه شوې کورنۍ د افغان حکومت له مرستو خوښې دي او زیاتوي چې یوشمېر کورنۍ اوس هم بیلابیلې ستونز لري.

د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د بې ځایه شویو کورنیو استازی سلیم خان وايي، چې د روغتیا پاکو اوبو او تعلیم په برخه کې تریوه حده ستونزې کمې شوي، خو ځینې بې ځایه شوي کسان د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي:

″د خوراکي موادو په برخه کې له کمښت سره مخ یو، چې په هغه کې بوره، اوړه او غوړي شامل دي، زموږ غوښتنه دا ده چې له موږ سره په دې برخه کې پوره مرستې وشي.″

بل خوا د وزیرو قومي مشر او د بې ځایو شویو کورنیو استازی حاجي جانان وايي، د افغان حکومت له خوا ورته منظمې مرستې رسیږي.

حاجي جانان ازادۍ راډیو ته وویل، چې نویو راغلیو کورنیو ته تراوسه د مرستې د ویش کارټونه نه دي جوړ شوي:

″هغه کورنیو ته چې په لومړي سر کې یې نومونو لیکل شوي کارټونه هم ورکړل شوي ځینې داسې کورنۍ شته چې وروسته راغلې دي، نارینه یې په کورنو کې نشته، هغوی یا په پاکستان کې بند پاتې دي یا هم په عربي هېوادونو کې مسافري دي، د داسې کورنیو لپاره چا کارټونه نه دي جوړ کړي، چې دا زموږ تر ټولو لویه ستونزه ده.″

له شمالي وزیرستان نه راغلیو کورنیو سره د افغان حکومت مرستو او زیاتې پاملرنې د پاکستان د خیبر پښتونخوا د والي مهتاب احمد خان غبرګون له ځان سره درلودله.

هغه څه موده وړاندې ویلي وو، چې که افغان حکومت د شمالي وزیرستان له کورنیو سره مرسته کولای شي نو بیا دې په خیبر پښتونخوا کې میشت افغان کډوال ور وغواړي.

افغان حکومت وايي دا چې خوست او پکتیکا ته له شمالي وزیرستانه کورنۍ را بی ځایه شوي دوی ورسره هر ډول مرستو ته تیار دي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي ازادۍ راډيوته وویل ته وویل، د ډیورنډ دواړو غاړو ته افغانان اوسیږي او څوک یې نه شي شړلی.

وروسته له هغې چې پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې د دوی په خبره د وسله والو پرضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي په زرګونه کورنۍ خوست او پکتیکا ولایتونو ته راوکوچېدلې.

راپور: رحمت الله ا فغان

XS
SM
MD
LG