د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

بلخي: د کډوالو د ستونزو د اساسي حل لپاره به منظمې پریکړې وکړم


د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیرد کورنیو بې ځایه شوو او په بهرکې د میشتو افغان کډوالو ستونزو د حل ژمنه وکړه.

سید حسېن عالمي بلخي د سلو ورځو کاري پلان د تشریح پرمهال وویل چې د کورنیو بې ځایه شوو کډوالو په اړه به سروې وکړي او په ګاونډیو او اروپایي هېوادونو کې به د کډوالو برخه لیک معلوم کړي.

په داسې حال کې چې د هېواد دننه کورني او په بهرکې میشت افغان کډوالو د خپلو ستونزو ژرترژره حل غواړي، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وایي، د کارلومړۍ سل ورځې به یې تر ډیره په سروې ګانو تیرې شي.

سید حسین عالمي بلخې د چهارشنبې په ورځ د خپلو سلو کاري ورځو پلان له رسنیو سره شریک کړ او ټینګار یې وکړ چې د کډوالو د ستونزو د اساسي حل لپاره به منظمې ناستې او پریکړې وکړي.

نوموړي وویل چې په دې برخه کې د ایران، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ رول مهم دی.

ښاغلی عالمي بلخي وایې، د کورنیو بې ځایه شوو په اړه دقیق ارقام نشته او د دې کار لپاره به په ټول هېواد کې یوه سروې وکړي چې د کډوالو شمېر او ستونزې مشخصي کړي:

((د دې اړتیا ده چې موږ یو کاري طرزالعمل ولرو او په دې ورځو کې موږ په هغې کار کوو.

د دې طرزالعمل تر جوړیدو به موږ د کډوالو د عالي کمیسیون غونډه ولرو چې انشاالله د کډوالو، د هغوی د بیرته راتګ او د بې ځایه کیدو د مخنیوي لپاره به پروګرامونه د حکومت د غټو سیاستونو په نظر کې نیولو سره وکولای شي چې اغیزناک کارونه تر سره کړي.))

هغه وایي، په سلو ورځو کې به د وزارت د ستراتژیک پلان کار وروستی کړي، د وزارت د کارکونکو کارونه به ارزیابي کړي او په اروپایې هېوادونو کې د میشت افغان کډوالو ستونزې به د هغو هېوادونو چارواکو تر غوږو ور ورسوي.

ښاغلی بلخي وایې، د پاکستان او ایران سره یې د کډوالو په برخه کې ګټورې ناستې کړي او خپلو دې هڅو ته به دوام ورکړي چې په دې هېوادونو کې د افغانانو حقونه خوندي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نوي افغان حکومت ټول وزیران مکلف کړي چې د سلو ورځو پلان له خلکو سره شریک او بیا خلکو ته د ارزونې حق ورکړي.

افغان ولسمشر د وزیرانو د کاري پلانونو د تشریح د پیل په غونډه کې له خلکو وغوښتل چې په هرو پنځه ویشت ورځو کې دا موضوعات تعقیب او حکومت ته نمرې ورکړي.

بل خوا د ولسي جرګې د کډوالو او راستنیدونکو کمیسیون غړي پروین درانۍ ازادي راډيو ته وویل چې دې وزارت تر ډیره وروستي او غټ کارونه په پیل کې نیولي:

((ډير لومړي کارونه شته حد اقل کډوالو ته د څښاک د اوبو زمینه برابره شوی وای، یوه یوه د اوسیدو نمره او په هر ولایت کې یې د ښارګوټو یوه یوه پروژه په نظر کې نیول شوی وای په ژمنو دا ستونزې نه حلیږي په سلو ورځو کې باید د کور دننه کډوالو ته امکانات جوړ شوي وای.))

نوموړې وایې، ژمنې او سروې ګانې ترډیره وخت ضایع کوونکي وي او خلک یې نتیجه ژر نه ویني.

له دې سره په کور دننه او له ګاونډیو هېوادونو وطن ته راتلونکي کډوال هم وایې چې په سختو ګرمیو او بې سر پناهې کې ژوند تیروي چې د ژوند ډير لومړنی مواد ورته په اسانه نه رسیږي.

دوی وایې، حکومت باید لومړی په کور دننه د دوی غم وخوري او بیا په اوږد مهال کې په پلانونو او ستراتژیو جوړولو وخت تیر کړي.

د چارو یو شمېرکارپوهان بیا وایې چې ښه دا ده هرڅه بنسټیزپیل شي او په راتلونکو سلو نورو ورځو کې هغه څه ته کار وشي چې خلک یې سر له اوسه د کیدو غوښتنه مطرح کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG