د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

کورني بې ځایه شوي له یو نیم میلیون کسانو واوښتل


د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې د کورنیو بې ځایه شوو کډوالو شمېر شااوخوا پنځه لکه زیات شوی دی.

د دغه وزارت مطبوعاتي سالاکارحفیظ احمد میاخیل ازادي راډیو ته وویل چې ناامنۍ د دغې بې ځایه کیدنې اصلي لامل دی.

ځای ځای جګړو، اقتصادي ستونزو، بې کارۍ، د ځمکو په سر اختلافاتو او کورنۍ دښمنی لکونه افغانان په کور دننه کډوال کړي دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د کورنیو بې ځایه شوو شمېره د پخوانیو کلونو په پرتله په تېرکال په بې سارې ډول زیاته شوې ده.

د دغه وزارت مطبوعاتي سالاکارحفیظ احمد میاخېل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ناامنیو د کډوالو په ډېرېدو مستقیم اغیز کړی دی او د کورنیو بې ځایه شوو شمېره اوس له یو نیم میلیون کسانو اوړي.

ښاغلي مېاخېل زیاته کړه:

"یوازې په ۲۰۱۵ کال کې د ۵۰۰زرو نه ډیر کسان په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي د هرکال په تېرېدو سره چې په هېواد کې جګړه او ناامنی ډيریږي هغومره ورسره د بې ځایه شوو شمېره ډيریږي موږ که دا د تېرو کلونو سره پرتله کړو څو چنده ډیروالی ښيي."

له دې وړاندې د کورنیو بې ځایه شوو کډوالو شمېر د یو میلیون کسانو په شاوخوا کې و.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې ډير بې ځایه شوي دا کسان د هلمند، ننګرهار، بغلان، کندز او بدخشان د ولایتونو څخه دي چې د جګړو له امله یې خپلې مینې پریښې او بې ځایه شوي دي.

که څه هم څلور کاله وړاندې افغان حکومت د کورنیو بې ځایه شوو کډوالو د سمبالښت لپاره ملي پالیسي جوړه کړي چې له مخې یې باید تراوسه دا جدي ستونزه حل شوې وای، خو لیدل کیږي چې لاهم د خلکو او دولت ترمنځ د حل پرځای په دې اړه اندیښنې په ډېرېدو دي.

له دې وړاندې ولسمشرمحمد اشرف غني هم ویلي و چې د کورنیو بې ځایه شوو کسانو کلمه باید د افغانستان له فرهنګه ليرې شي.

ویس احمد برمک د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له وروستیو بې ځایه شوو کډوالو سره پر وخت بشري مرستې کیږي.
ویس احمد برمک د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له وروستیو بې ځایه شوو کډوالو سره پر وخت بشري مرستې کیږي.

که څه هم بې ځایه شوې کورنۍ له ناوړه اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي، خو بیړنیو پېښو ته د رسیدو په برخه کې د دولت وزیر وایي، یو شمېر دغه کورنۍ یې د مرستو تر پوښښ لاندې راوستلي.

ویس احمد برمک د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له وروستیو بې ځایه شوو کډوالو سره پر وخت بشري مرستې کیږي.

ښاغلي برمک زیاته کړه:

"همدا زموږ مسولیت دی چې د کډوالو او نورو نړېوالو موسسو سره په همغږۍ ورته مرستې ورسوو زموږ اساسي دنده دا ده چې دوی په لومړیو مرحلو کې ډيرو بشري مرستو ته اړتیا لري چې موږ یې ورته رسوو."

هغه وايي چې وزارت یې د نورو اړونده ادارو او نړېوالو مرسته کوونکو سره په دې لټه کې دی چې بې ځایه شوي خلک خپلو ځایونو ته د تګ لپاره وهڅوي.

له دې سره د روانو چارو کتونکي وايي، ترهغې چې دولت د امنیت د ټینګښت او بې کاری د کمولو لپاره کار ونه کړي د کډوالۍ په څير ډيرې نورې ستونزې لا غوړیدای شي.

له دې ډلې یې حکمت الله صدیقي ازادي رآډيو ته وویل چې اوس مهال له مرستو ور هاخوا د کډوالۍ پای ته رسول د دولت له امکانه بهر کار دی.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG