د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د بې ځایه شویو کورنیو د بېرته ځای پر ځای کولو لپاره د ۵ کلن پلان مسوده ترتیب شوه


د افغانستان د کډوالو چارو وزارت، په هېواد کې دننه د بې ځایه شویو کورنیو د بېرته ځای پرځای کېدو په مقصد، د پنځه کلن ستراتیژیک پلان مسوده نظر غوښتنې ته وړاندې کړه.

که څه هم په افغانستان کې د جنګونو، اقتصادي ستونزو، بیکارۍ او داسې نورو ټولنیزو ناخواله له امله؛ په هېواد کې د ننه د لسګونو زرو کورنیو بې ځایه کېدل په یوې ستونزې اوښتی؛ خو د کډوالو چارو وزارت وايي؛ د دې ستونزې د اوارئ لپاره یې؛ د پنځه کلن ستراتیژیک پلان مسوده ترتیب کړې ده.

دا مسوده د شنبې په ورځ د هېواد د څلوردېرشو ولایتونو د کډوالو چارو د رييسانو غونډې ته وړاندې شوه.

د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل؛ په ترتیب شوې مسوده کې به د کډوالو په چارو کې د ټولو ولایتي ریيسانو نظریې او پیشنهادونه ځای له هغې وروسته به د تصویب لپاره د وزیرانو شورا او بیا به جمهور ريیس ته وړاندې شي.

ښاغلي بلخي وویل، د دې پلان له پلي کېدو کې سره به په هېواد کې، ترډېره ځایه د بیځایه شویو ستونزې اوارې شي:

((په هیڅ صورت وزارت دا علاقمندي نه لري چې بې ځایه شوي کورنۍ همداسې بېځایه پاتې او کال په کال دې ورسره یوه اندازه؛ عاجلې مرستې وشي.

دا د دولت سیاست نه دی. داسې لارې باید وموندل شي چې په هېواد کې نور بې ځایه شوې کورنۍ نه وي.

هیله ده د دې پلان مسوده په خپلو نظریاتو، پیشنهادونو او تجربو سره غښتلې کړئ.))

په جوړې ناسته کې د کډوالو په چارو کې پر ولایتي ريیسانو سربېره، د یوشمېر دولتي ارګانونو؛ د بشر د حقونو، یو. اېن. اېچ. سي. ار او ځینو بهرنیو موسسو استازیو ګډون کړی و.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې په وروستیو کلونو کې؛ د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د جنګونو د زیاتېدو له امله
له یوې سیمې نه بلې ته د کورنیو د کډه کېدو لړۍ تېزه شوې ده.

دا وزارت وايي، په دوه زره پنځلسم میلادي کال کې په هېواد کې د بېځایه شویو کورنیو شمېر یومیلیون ته پورته شو.

د دې وزارت وايي، حکومت تصمیم نیولی چې د حکومت د اتلس نورو ارګانونو په مرسته؛ په هېواد کې د مجبوریتونو له امله له یوې سیمې نه بلې ته د کډه کېدو فرهنګ له مینځه یوسي.

دا تصمیم په داسې حال کې نیول شوی چې اوسمهال د هېواد په اکثرو ولایتونو کې ګڼې کورنۍ جنګونو اړ ایستي چې خپلې سیمې پرېږدي او خوندي ځایونو ته کډه شي.

د جوزجان ولایت د کډوالو چارو رييس جسور مهمند ازادي راډیو ته وویل؛

په جوزجان کې په زرګونه کورنۍ د جنګونو له امله بیځایه شوي او سره له دې چې مرستې ورسره کیږي؛ خو کافي نه دي:

((په جوزجان ولایت کې له ناامنو سیمو څخه؛ شاوخوا پنځه زره کورنۍ بې ځایه او په د وو کمپونو کې ځای پرځای شوي؛ دوی اوبو، خوړلو، درملو، پوشاک، کورني لوازمو او داسې نورو ضروري خدماتو ته ضرورت لري.

سره له دې چې مرستې ورسره کیږي؛ خو کافي نه دي.))

د کونړ ولایت د کډوالود چارو امر محمد فاضل له ازادي راډیو سره په خبرو کې په هغه ولایت کې؛ د بې ځایه شویود ستونزو په اړه وویل:

((کونړ یوه سرحدي او غرنۍ سیمه ده؛ د بې ځایه شویو لپاره کافي ځای نه لري؛ اکثرو د خپلوخپلوانو په کورونو کې اړولي او یا یې کرایي کورونه نیولي دي. هیله ده، دوی ګاوڼدیو ولایتونو ته انتقال او مرستې ورسره وشي.))

د کډوالو په چاروکې ځینو ولایتي ريیسانو ازادي راډیو ته دا هم وویل؛ سربېره پرناامنیو، په ځینو سیمو کې، د بشري حقونو سرغړونې، زورزیاتي، د زورواکانو له خوا د خلکو د جایدادونو او ځکو غصبېدل؛ د قانون د حاکمیت کمزوري او داسې نورې غیرقانوني کړنې هم سبب شوي چې ګنې کورنۍ د خپلو اصلي سمیو پرېښودلو ته اړې شي.

کارپوهان تاکید کوي چې حکومت دې د دې ستونزې اوارۍ ته تدابیر جدي کړي.

د کډوالو چارو وزارت وايي؛ کله چې دغه پنځه کلن ستراتیژیک پلان تصویب شي؛ حکومت او بهرنۍ مرستندویه موسسې به یې د مالي او تخنیکي امکانانو موندلو ته اقدامات جدي کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG