د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

بلخي: هېواد ته د کډوالو د راتلو لړۍ تېزه شوې ده


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چار وزارت وايي؛ د تېر کال په پرتله هېواد ته د کډوالو د راتلو لړۍ نږدې درې برابره زیاته شوې او حکومت په خپله خوښه؛ د کډوالو راستنېدو ته خوشحاله دی.

د کډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي چې د چهارشنبې په ورځ یې د کډوالو لپاره د ملګرومتلونو عالي کمیشنرۍ یا UNHCRله استازو سره یو ځای؛ په کابل کې د راستنېدونکو کډوالو له مرستندویه کمپ څخه لیدنه کوله؛ رسنیو ته وویل، هېواد ته د کډوالو با عزته راستنېدنه د ملي وحدت حکومت له مهمو پلانونو څخه دی.

نوموړي وویل، حکومت پلان لري چې سږ کال تر یو لک کسانو پورې کډوال بېرته هېواد ته راستانه کړي او د اټکل له مخې دا لړۍ سمه روانه ده.

ښاغلی بلخي وایي، د کال له پیل څخه تر اوسه په شپږو میاشتو کې څه د پاسه څلویښت زره کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي چې د دوی له تمې لوړه شمېره ښيي.

((الحمدالله سږ کال د راستنېدونکو کډوالو وضعیت ډېر ښه دی؛ د تېر کال په مقایسې ویلای شو چې له دوه یا درې برابرو هم دا شمېر ډېر شوی دی.

په ۲۰۱۴ کې موږ په ټول کال کې اولس زره کډوال درلودل؛ خو سږ کال تر اوسه یوازې به شپږو میاشتو کې له څلوېښتو زرو څخه ډېر راستنېدونکي لرو.))

نوموړی وايي، دا کډوال تر ډېره په خپله خوښه راځي؛ خو ده دا یې هم ومنله چې په غیر مستقیمه ډول په دوه ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې په افغانانو یو لړ فشارونه هم موجود دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کور د ننه هم داسې اندېښنې موجودې دي چې د راتلونکو کډوالو ژوند ته پاملرنه نه کیږي او د اوسیدلو هېڅ ډول لازم سهولتونه ورته ایجاد شوي نه دي.

د راپورونو له مخې همدا اوس مهال کورني بې ځایه شوي او د کډوالۍ څخه راتلونکي زرګونه افغانان د بې سرپناهي څخه شکایتونه کوي.

د مرستو په یاد کمپ کې هېواد ته راغلو کډوالو ازادي راډيو ته وویل؛ هیله لري چې افغان حکومت یې د سرپناهۍ غم وخوري او له دوی سره کړي ژمنې عملي کړي:

((نوم مې عبدالغفار خان د لوګر اوسیدونکی یم. په پنجاب کې مې پنځه ویشت کاله ووتل؛ دا دی اوس په خپله خاوره کې یم؛ ۱۲۰۰ ډالر مرسته راکړل شوې؛ خو غوښتنه مو دا ده چې حکومت د سرپناه ژمنه کړي هغه په وخت پوره کړي.))

افغان حکومت ویلي چې هرې راتلونکي کورنۍ ته به په خپل ولایت کې یوه نمره ځمکه ورکوي او په اوږده مهال کې به د دوی د زراعتي ځمکو او مشغولتیا غم خوري.

له دې سره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیشنرۍ یا UNHCR وايي؛ اوس مهال هر راتلونکي کډوال ته شاوخوا دوه سوه ډالر؛ د راتلو کرایه او ځینې نورې مرستې د هېواد د ننه توضیع کیږي.

په افغانستان کې د دې ادارې مشرې مایا امیراتونګا د چهار شنبې په ورځ رسنیو ته وویل؛ هېواد ته د راتلو په اړه د کډوالو پرېکړه یوه پر ځای پرېکړه ده او دا اداره به تر اوږده مهاله د دې کډوالو سره خپلې مرستې جاري وساتي:

((دا ډېره ښه فیصله ده چې هېواد ته د ستنېدونکو له خوا اخستل شوي؛ دوی ډېر یې دېرش کلن بیلتون وروسته هېواد ته راغلي؛ دوی تیار دي چې د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي؛ موږ د دوی دا جرات ستایو او ورسره مرستې کوو.))

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د معلوماتو له مخې د ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې شپږ میلیونه کډوال چې د افغانستان د نفوس شل فیصده جوړوي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

له دې سره افغان حکومت وايي چې میلیونونه نور افغانان چې ډير شمېر یې په پاکستان او ایران کې میشت دي؛ لا هم د کډوالۍ شپې تیروي، خو حکومت د دوی با عزته راستنېدنې ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG