د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

مینه پال: حکومت د ټولو سوله غوښتونکو وسله والو ډلو هرکلی کوي


د افغانستان جمهوري ریاست د سولې له بهیر سره د طالبانو د بیلې شوې ډلې د مشر ملا رسول د یوځای کېدو له مشروط تیاري هرکلی کوي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې د سولې له بهیر سره د ملا رسول یو ځای کېدل په هېواد کې جګړه هم راکمولی شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د سولې له بهیر سره د طالبانو د بیلې شوې ډلې د مشر ملا محمد رسول د یوځای کېدلو مشروط تیاری په دغه هېواد کې د جګړې د راکمولو په برخه کې یو مهم ګام دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې ملا رسول د طالبانو د یوې لویې ډلې مشر دی چې یو ځاې کېدل به یې له حکومت سره د دواړو خواوو په ګټه وي.

ملا رسول د طالبانو د یوې لویې ډلې مشر دی
ملا رسول د طالبانو د یوې لویې ډلې مشر دی

مینه پال یو ځل بیا له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي، که نه نو د ملا منصور په شان به په پردۍ خاوره کې د پردیو په خدمت کې ووژل شي.

هغه زیاته کړه:

"د ملا رسول ډله یوه لویه ډله ده چې د افغانستان په اکثره ولایتونو کې دوی فعالیت لري په ځانګړي ډول په جنوب لویدیځو ولایتونو کې، د افغانستان حکومت ټولې هغه ډلې چې سولې ته لېوالتیا ولري که افراد وي که ډلې دوی ورته ښه راغلاست وايي او دا د دوی او د افغانستان د خلکو په خیر باندې ګڼي."

د برېتانیا ډیلې مېل ورځپاڼې اوس ـ اوس لیکلي چې د طالبانو بېلې شوې ډلې د افغانستان د سولې له بهیر سره لېوالتیا ښودلې ده.

ورځپاڼې ویلي چې د ملا رسول مرستیال ملا عمبدالمنان نیازي چې د افغانستان په جنوب کې شا او خوا ۲۰۰ خپلو کسانو ته وینا کوله ویلي چې د دوی شرط د سولې له بهیر سره د یوځای کېدلو لپاره دا دی چې اسلامي شریعت نافذ او بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.

تر دې دمخه د اختر محمد منصور تر مشرۍ لاندې د طالبانو ډلې هم د سولې لپاره ورته شرایط حکومت ته وړاندې کړي و.

خو د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی داوود کلکاني وايي چې ټوپیر په دې کې دی چې ملا رسول د پاکستان د ای ایس ای تر اغېز لاندې نه دی او له دغې ډلې سره د سولې خبرې کېدای شي ژر نتیجه ورکړي.

د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو ډله په څو جنوبي او جنوب لویدیځو ولایتونو کې ډېر پلویان لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د سولې له بهیر سره د طالبان د دغې ډلې د یو ځای کېدو مشروط تیاري کولای شي د ملا هبت الله په ګډون نورې مخالفې ډلې هم دغه بهیر ته وهڅوي.

د یادې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د ملا رسول له ډلې وغوښتل چې د خپلو غوښتونو د مطرح کولو لپاره د خبرو مېز ته کېني.

موږ او د افغانستان خلک ټول یې هرکلی کوو
موږ او د افغانستان خلک ټول یې هرکلی کوو

نوموړي زیاته کړه:

"موږ دغه اعلامیه او دغه اقدام په نیک فال نیسو او ورته هرکلی وایو، د هغوی خپل وطن دی، خپل ملت دی او خپل حکومت دی، موږ او د افغانستان خلک ټول یې هرکلی کوو، ان شاالله په خبرو اترو باندې ټول شرطونه او غوښتنې پوره کېږي."

تر دې دمخه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب ګوند د حکومت سره د سولې خبرو ته ناست و.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د حکومت سخت دریځ او بیا د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل د وسله والو طالبانو په موقف اغېز کړی دی.

له دغه کارپوهانو له ډلې یونس فکور په دې نظر دی چې طالبان او پلویان یې اوس د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تر سخت فشار لاندې دي نو ځکه یې د سولې خبرو ته زړه ښه کړی دی.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG