د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

ارګ: ولسي جرګې د ټاکنیزو اصلاحاتو د نظام کار ټکنی کړی دی


د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

جمهوري ریاست وايي تر هغې چې ولسي جرګه د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب نه کړي د انتخاباتي اصلاحاتو قانوني لارې به تړلې وي.

جمهوري ریاست زیاتوي چې دوی له خپله اړخه د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره لازم ګامونه پورته کړي، خو د ولسي جرګې له خوا د ولسمشر د فرمان نه تصویبېدو دا پروسه ټکنۍ کړې ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې انتقاد وکړ چې د ولسمشر تقنیني فرمان میاشت وړاندې جرګې ته استول شوی خو لا یې هم برخلیک نه دی معلوم.

تقنیني فرمان میاشت وړاندې جرګې ته استول شوی.
تقنیني فرمان میاشت وړاندې جرګې ته استول شوی.

مینه پال وايي حکومت انتخاباتي اصلاحاتو ته ژمن دی او لازمه ده چې ولسي جرګه هم ژر تر ژره د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر دویم فرمان تصویب کړي.

دی زیاتوي:

"دا دی یوه میاشت کېږي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو فرمان په ولسي جرګه کې دی تر څو پورې چې فرمان د ولسي جرګې له لوري تأیید نه شي په قانوني توګه د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره هېڅ ډول لاره نه شي پرانیستل کېدای."

شاوخوا یوه میاشت وړاندې ولسي جرګې ته د انتخاباتي اصلاحاتو په هدف د جمهور رییس دوهم تقنیني فرمان د پارلماني چارو وزارت له لورې واستول شو چې هغه مهال د ولسي جرګې رییس عبدالرؤف ابراهیمي ویلي و چې تر پنځلسو ورځو به دغه فرمان تصویب او یا رد کړي.

ولسي جرګې تر دې وړاندې د انتخاباتي اصلاحاتو او د انتخاباتو د غوراوي کمېټې د کار په اړه د جمهور رییس لومړی تقنیني فرمان هم د رأیو په اکثریت رد کړی و.

که څه هم پر انتخاباتو د څار بنسټونه تأکید کوي چې انتخاباتي اصلاحات باید له ځنډ پرته پیل شي خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي د دې امکان ډېر دی چې د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د جمهور رییس دوهم فرمان هم رد شي.

د ولسمشر فرمان له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.
د ولسمشر فرمان له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.

د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزی وايي:

"اړوند کمېسیونونو ته دغه فرمان رسېدلی څومره چې زه خبر یم اکثریت کمېسیونونو دا فرمان رد کړی دی او موږه له جمهور رییس سره د قانوني طرحې په اړه موافقه کړې وه چې هغه راولېږي څو موږ په کې تغییرات راولو خو دغه فرمان د اساسي قانون سره په ټکر کې دی او بیا به رد کېږي."

دا چې له یوې خوا ارګ ماڼۍ د ولسي جرګې له لوري د جمهور رییس د تقنیني فرمان له تصویب پرته انتخاباتي اصلاحات ممکن نه ګڼي او له بل پلوه ولسي جرګه د فرمان د بیا احتمالي ردېدو خبره کوي د انتخاباتو برخلیک به څنګه شي او بالاخره قانوني حل لاره څه ده؟

تقنیني فرمان چې د ولسي جرګې له خوا رد شي، باطله کېږي.
تقنیني فرمان چې د ولسي جرګې له خوا رد شي، باطله کېږي.

د افغانستان د ډيموکراټو حقوق پوهانو د ټولنې مشر کبیر رنجبر د دغې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"یوازینۍ قانوني لاره یې دا ده چې همدا اوس یا سبا جمهوري ریاست د انتخاباتي اصلاحاتو طرحه د قانوني طرحې په توګه ولسي جرګې ته ولېږي که بیا ولسي جرګه په دغه طرحه کې تغییرات یا تعدیلات راوړي جمهور رییس کولای شي چې ویتو یې کړی خو تقنیني فرمان چې د جرګې له لوري رد شو بیا نو باطله کېږي."

له دې ټولو سره سره د افغانستان د انتخاباتو څار بنسټ "ایوا" بیا وايي چې د انتخاباتو اصلاحاتو په اړه روان نا معلوم وضعیت دوی سخت اندېښمن کړي دي.

د دغه بنسټ مشر جانداد سپین‎غر وايي د دوی له مکرر تأکید سره ـ سره حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو موضوع جدي نه ده نیولې او ورځ تر بلې په سمه توګه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته فرصت له لاسه وځي.

افغان حکومت د روان لمریز کال د تلې ۲۴ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته ټاکلې، خو د سپین‎غر په ګډون د انتخاباتو نور څارونکي وایي، که د حکومت اراده همداسې وي، فکر نه کوي چې انتخابات دې په خپل وخت ترسره شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG