د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

"په انتخاباتي اصلاحاتو کې ځنډ د حکومت مشروعیت ته زیان پېښوي"


د ټاکنو د تحکیم لپاره مدني ټولنه یا اکسین وايي، په انتخاباتي اصلاحاتو کې ځنډ د حکومت مشروعیت ته جدي زیان پېښوولای شي.

دغه ټولنه وايي، د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره په ملي او بین المللي سطحه اجماع موجوده ده خو بیا هم حکومت د نامعلومو دلایلو له امله په دې برخه کې بې غوري کوي.

حکومتي چارواکي بیا وایي چې له پخوانیو ژمنو سره سم د انتخاباتو اصلاحاتو ته متعهد دي.

په انتخاباتي نظام کې اصلاحات د ملي یووالي د حکومت لویه ژمنه ده، خو بېلابېلې مدني ټولنې انتقاد کوي چې حکومت د دغې ژمنې عملي کېدو ته جدي اراده نه لري.

د ټاکنو د تحکیم لپاره مدني ټولنه یا اکسین په انتخاباتي اصلاحاتو کې ځنډ د ولس په خیرنه ګڼي او وايي، په دې برخه کې بې غوري به د افغانستان سیاسي ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي.

اکسین د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال له ولسمشر او اجراییه رییسه وغوښتل چې د حکومت د مشروعیت لپاره د انتخاباتي اصلاحاتو لړۍ چټکه کړي.

د اکسین ټولنې مشرجان داد سپین غر د خبري ناستې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې شوي اقدمات سمبولیک دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي د حکومت مشروعیت ته به جدي زیان پېښ شي.

ښاغلي سپین غر زیاته کړه:

"اصلاحات کولای شي چې د موجود حکومت مشروعیت قوي کړي، اعتبار یې لوړ کړي او که اصلاحات ټکني کیږي او په اصلاحاتو کې پرمختګ نه وي د دغه دوو مشرانو شخصاً مشروعیت د دوي د حاکمیت مشروعیت او اعتبار ډېر زیانمن کیږي خو دا د سوال وړ ده چې دوي ولې قصداً خپل اعتماد زیانمنوي او د اصلاحاتو په رابطه باندې کوټلي ګامونه نه پورته کوي."

اکسین ټولنه همداراز سپارښتنه کوي چې حکومت باید د انتخاباتي کمېسیونو لپاره د نوي کمېشنرانو په ګمارلو کې له پوره دقته کار واخلي او هغه کسان وګماري چې په انتخاباتي چارو کې تجربه ولري او کومې ډلې پورې تړلي نه وي.

اکسین په داسې حال کې دا څرګندونې کوي د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني په زغرده دا وویل چې د ولسمشر د تقنیني فرمانو له لارې انتخاباتي اصلاحات قانوني بڼه نه لري او ولسمشر باید دا ډول فرمانونه ورنه کړي.

افغان حکومت بیا د اکسین ټولنې دغه ادعا بې اساسه بولي چې ګواګې د حکومت مشران د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره جدي اراده نه لري.

اجراییه ریاست وايي، حکومت پخوا د انتخاباتي اصلاحاتو لړۍ پیل کړي او په دې برخه کې له هیڅ ډول هڅو دریغ نه کوي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ټاکنیزو سمونونو لپاره د حکومت د مشرانو تعهد پرخپل ځای دی ټاکنیز نظام به اصلاح کیږي، جمهور ریس باید د راتلونکې اوونۍ په پیل کې فرمان صادر کړي څو پر اساس د ټاکنیزې کمېټې کار بیرته پیل شي."

د ټاکنو د تحکیم لپاره د مدني ټولنې یا اکسین غړی عبدالرحمان ننګ بیا وايي، که څه هم د تیرو ولسمشریزو ټاکنو وروسته خلکو پر انتخاباتي بهیر تر یو بریده خپل باور له لاسه ورکړی خو په انتخاباتي نظام کې د حکومت چټک اصلاحات کولای شي دا باور بیرته ترلاسه کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG