د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

فیفا: ولسي جرګه دې د ولسمشر تقنیني فرمان ژر تصویب کړي


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسې فېفا له ولسي جرګې وغوښتل چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان ژر تصویب کړي.

د دغې موسسې مسولانو د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري غونډې کې وویل چې په دې برخه کې ځنډ به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې انتخابات ستونزمن کړي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی بیا وایي چې دغه فرمان د کمېسیونونو له خوا مطالعه کیږي او ډېر ژر به رايي اچونې ته وړاندې شي.

فیفا یا د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه له ولسي جرګې غواړي چې پرته له ځنډه د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د ولسمشر د تقنیني فرمان د برخلیک په اړه پریکړه وکړي.

د فیفا د پروګرامونو مسوول رحمت الله صالحي د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري غونډې کې د یوې اعلامیې په لوستلو سره وویل چې د تقنیني فرمانونو د ردولو دوام او ورسره سلیقوي چلند به په هېواد کې د بې ثباتۍ د زیاتېدو لامل شي.

د نوموړي په وینا په دې برخه کې هیڅ ډول ځنډ خلکو ته د منلو وړ نه دی.

ښاغلي صالحي زیاته کړه:

"د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د عدالت غوښتنې ډله د ولسي جرګې له غړو غواړي چې د انتخاباتي اصلاحاتو اړتیا ته په کتو او د ابهام د له منځه وړلو په خاطر مسوولانه چلند وکړي او دا بهیر چټک کړي."

ولسي جرګې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر لومړنی فرمان رد کړ او حکومت وروسته له یو لړ تعدیلاتو شاوخوا درې اوونۍ مخکې بل فرمان دغې جرګې ته و لیږی.

خو ولسي جرګې تراوسه په دې اړه کومه پریکړه نه ده کړې.

له دې وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم له ولسي جرګې غوښتي و څو دغه فرمان ژر تصویب کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش

د ولسي جرګې اداري پلاوی بیا وایي، دغه جرګه به تر پوره دقت وروسته د ولسمشر د تقنیني فرمان په اړه پریکړه وکړي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري له ازادي راډیو سره مرکه کې دا ونه ویل چې کله به دغه فرمان رایي اچونې ته وړاندې کیږي خو په خبره یې د دې کار لپاره اراده لري.

ښاغلي غفاري زیاته کړه:

"په پارلمان کې د خلکو د استازو اراده هم دا ده چې ژر تر ژره دغه قانون طی مراحل شي. په پارلمان کې اوس د قانون دغې طرحې ته تر نورو قوانینو لومړیتوب ورکړل شوی دی."

ولسمشراشرف غني هم په وار-وار ویلي چې حکومت انتخاباتي اصلاحاتو ته ژمن دی او دې برخه کې کارونه دوام لري.

خو د انتخاباتي چارو څارونکی شاه محمود مل ازادي راډیو ته وویل چې که حکومت د انتخاباتي سیسټم د اصلاح او د انتخاباتي کمېسیونونو د نوېو کمېشنرانو ټاکلو ته ژرترژره اقدام ونه کړي، نو خلک به پر انتخاباتي بهیر باور ونه کړي او راتلونکو انتخاباتو کې به ګډون نه کوي.

راپور: قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG