د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

"د غوراوي کمېټې نوی تشکیل له قانون سره په مخالفت کې دی"


اکسین یا د انتخاباتو لپاره د افغانستان د مدني ټولنو شبکه وایي، د غوراوي کمېټې له اوسني تشکیله داسې ښکاري چې دوی به بې طرفه کسان د انتخاباتي کمېسیونونو غړیتوب ته غوره نه کړي.

دا څویم ځل دی چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د حکومت اقدامات او د ولسمشر تقنیني فرمان د انتخاباتو د څار سازمانونو تر انتقاد لاندې راځي.

اکسین یا د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو شبکه وایي، د غوراوي کمېټې نوی تشکیل له قانون سره په مخالفت کې دی او دغه کمېټه به د نویو کمېشنرانو په غوراوي کې هم بې طرفه نه وي.

د دغه شبکې غړي تیمور شاه حکیمیار د دوشبنې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د مدنې ټولنې د استازو کمول او د دولتي استازو ډېرېدل د غوراوي کمېټې اعتبار تر سوال لاندې راوستلی دی:

"اکسین په دې باور دی چې د مدنې ټولنې د استازو په کمولو او د دولتي استازو ډېرول، هغه توازون چې د دې کمېټې لپاره لازم دی له منځه وړی دی."

د ولسمشر د وروستي تقنیني فرمان له مخې د غوراوي کمېټې د غړیو شمېر له نهو څخه اوو تنو ته راټیټ شو چې له دې جملې څخه د رسنیو استازی فهیم دشتي او د ملکی خدماتو د ادارې غړي نادر هوتک ورڅخه وایستل شول.

د غوراوي کمېټه دنده لري چی له څېړنو وروسته ۲۱ کسان د انتخاباتو کمېسیون او ۱۵ د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون غړیتوب ته د کاندیدانو په توګه ولسمشر ته پیشنهاد کړي.

ولسمشر بیا له دې ډلې اووه کمېشنران د انتخاباتو او پنځه نور د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته ټاکي.

و مو غوښتل چې د اکسین شبکې د اندېښنې او انتقاد په اړه د حکومتي چارواکو نظر را واخلو، خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.

خو له دې وړاندې د حکومت مطبوعاتي مسئولینو ویلي، د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره یې هڅې بې طرفه دي او هڅه یې داده چې راتلونکي انتخابات شفاف ترسره کړي.

د اکسین په غونډه کې د ولسي جرګې غړي صالح محمد ریګستاني هم د د انتخاباتو د اصلاح په هدف د ولسمشر پر وروستي فرمان انتقاد وکړ:

"دغه ټاکنې د کومو اصلاحاتو پر ا ساس تر سره کوي، هیڅ اصلاحات او بنسټیز اساسات په تقنیني فرامینو کې مراعت شوي نه دي، بناً کوم حکومتي اختلافات چې د بندو دروازو تر شا رامنځ ته کېږي د ټاکنیزو اصلاحاتو عامل او ممانع دی."

ورسته تر هغه چې د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې له ستونزو سره مخ شوې جمهوري ریاست او اجراییه ریاست په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو د راوستلو پرېکړه وکړه.

اکسین وایي، که د انتخاباتو د اصلاح لپاره چارې همداسې ټکنۍ رواني وي، فکر نه کوي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات دې په وخت ترسره شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG