د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

سپین غر: له تعدیله پرته دې د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب شي


د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ وایي، ولسي جرګه باید پرته له تعدیله د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب کړي.

د دغه بنسټ مشر جانداد سپین غر وایي، د دغه بهیر ځنډني کېدل د انتخاباتو په زیان دي.

د انتخاباتو څارونکي بنسټونو د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشرد تقنیني فرمان د تصویب ځنډولو اندیښمن کړي دي.

د انتخاباتو د څار بنسټ ایوا مشر جانداد سپین غر د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې که وضعیت همداسې دوام وکړي نو د انتخاباتي اصلاحاتو بهیر به له لومړیتوبه ووځي.

ښاغلي سپین غر زیاته کړه:

"اوس متاسفانه دوی دا تعدیل ته اچولې ده او هغه هم داسې حالت کې چې د ولسي جرګې نصاب پوره نه دی.اندیښنه دا ده چې تاثیر به ډير زیات شي پر دې پروسې او د انتخاباتو لړۍ به د لومړیتوب نه ووځي."

ولسي جرګې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر لومړنی فرمان رد کړ او حکومت وروسته له یو لړ تعدیلاتو شاوخوا میاشت مخکې بل فرمان دغې جرګې ته ولیږي.

خو ولسي جرګې تر اوسه په دې اړه کومه پریکړه نه ده کړې.

له دې وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم له ولسي جرګې غوښتي و څو دغه فرمان ژر تصویب کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم له ولسي جرګې غوښتي و څو دغه فرمان ژر تصویب کړي.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم له ولسي جرګې غوښتي و څو دغه فرمان ژر تصویب کړي.

و موغوښتل په دې اړه د ولسي جرګې د اداري پلاوي نظر واخلو خو بریالي نه شولو.

له دې مخکې د ولسي جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري ازادي راډیو ته ویلي و چې د انتخاباتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان اوس د اتلس ګونو کمېسیونونو تر مطالعې لاندې دی او وروسته به یې عمومي مجلس ته وړاندي کړي.

د انتخاباتو د څار د بنسټ مشر جانداد سپین غر وایي، که انتخاباتي اصلاحاتو ته ژر اقدام و نه شي نو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به په خپل وخت ونه شي.

نوموړی وایي، دا احتمال هم شته چې د وخت د کموالي په خاطر به انتخاباتي اصلاحات هم سمبولیک وي او دا به راتلونکې انتخابات یو وار بیا ستونزمن کړي.

راپور: قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG