د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

اولسن: امریکا د افغان حکومت د سولې له هڅو نه ملاتړ کوي


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ریچارډ اولسن وايي، د سولې لپاره د افغان حکومت له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلي اولسن دا څرګندونې د شنبې په ورځ په کابل کې د افغان ښځو د پیاوتیا لپاره په یوه جوړه شوي غونډه کې وکړې.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی که څه هم د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د روغې جوړې په اړه له ځانګړي دریځه ډډه کوي خو وايي چې د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې ستایي.

ښاغلي اولسن د شنبې په ورځ په کابل کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره په جوړه شوې غونډه کې وویل چې د سولې د هڅو تر څنګ هغه ډلې چې تاوتریخوالی کوي باید په عواقبو یې هم پوه شي.

هغه زیاته کړه:

"د امریکا متحده ایالات په دې باور دي چې افغانستان د روغې جوړې غوره لار د افغانانو په مشري د سولې خبرې دي، د دې تر څنګ د اسلام اباد په وروستۍ څلور اړخیزه غونډه کې په دې ټینګار وشو، هغوی چې لکه په کابل کې د اپریل د حملو په څېر ارادې لري باید د هغو عواقبو ته هم منتظر وي."

د ملي یووالي حکومت د سولې له هڅو داسې وخت امریکایي چارواکي ملاتړ کوي چې د افغان حکومت او د مخالفې یوې ډلې حزب اسلامي تر منځ د سولې د خبرو نتیجې وروستي پړاو ته رسېدلي دي.

په دې لړ کې کابل ته د حزب اسلامي د راغلي پلاوي او د سولې د عالي شورا تر منځ پرېکړه لیک لاسلیک شوی خو لا هم د ولسمشر او ګلبدین حکمتیار له خوا نه دی لاسلیک شوی.

له دې مخکې د جمعې په ورځ د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د خبرو هر کلی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د روغې جوړې خبرو د هر کلي تر څنګ ویلي امریکا چمتو ده چې پر ګلبدین حکمتیار د ملګرو ملتونو د بندیزونو په کمولو کې مرسته وکړي.

بل خوا بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د نړیوالې ټولنې تر څنګ د سیمې له هېوادونو غواړي چې افغانستان ته د ثبات په راوستلو کې همکاري وکړي.

ښاغلي رباني د شنبې په ورځ دې غونډې ته وویل چې افغان حکومت د سولې دروازې پرانیستي خو کله هم لاسته راوړنې د سولې د خبرو قرباني کوي نه.

افغان حکومت د سولې دروازې پرانیستي
افغان حکومت د سولې دروازې پرانیستي

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان په اساسي قانون کې د ښځو او سړیو رول بیخي واضح او روښانه دی نو څوک باید په دې اړه څه تشویش ونه لري لکه جمهور رئیس چې ویلي موږ په هیڅ قیمت هغه لاسته راوړنې نه بایلو په کومو کې چې د ښځو رول روښانه دی."

جمهور رئیس غني بیا ویلي چې د سولې د خبرو دا فرصت به د تل لپاره نه وي او هغه وخت لرې نه دی چې د سولې څخه منکریدونکي کسان په عذر د سولې غوښتنه وکړي.

څېړونکي وايي چې د روغې جوړې له پروسې د نړیوالو ملاتړ خورا مهم دی او په دې لړ کې د ټولو غاړو ریښتیني هڅې بې نتیجې نه پاتې کېږي.

د چارو کارپوه میرسردار ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل چې د سولې له هڅو د نړیوالو ریښتینی ملاتړ کولای شي په کور د ننه د طالبانو او حزب اسلامي سره مخالفې ډلې هم د سولې خبرو ته وهڅوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG