د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

ناټو د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د خبرو هرکلی وکړ


د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د حکومت او د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب د سولې د خبرو هرکلی وشو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو او د غوڅ ملاتړ د ماموریت د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل:

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني

"تر کومه ځایه چې له اسلامي حزب سره په وروستیو کې کومې خبرې یا ارتباط لري دوی د دې هرکلی وکړ، موږ ډېر هیله من یو چې دا خبرې به نورو مخالفو وسله والو ته د روغې جوړې لپاره لاه پرانیزي، د نورو ډلو ځای کېدل به وخت وغواړي خو د افغانستان حکومت د سولې هڅو ته ژمن دی ځکه چې د افغانستان لانجه له پوځي لارې نه هوارېږي او یوه سیاسي حل لاره باید ورته پیدا شي. "

د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د صلاح الدنی رباني تر څرګندونو مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم د سولې پر هڅو ټینګار وکړ او یې ویل چې د افغانستان لانجه پوځي لارې نه له سیاسي لارې هواریدای شي او په دې برخه کې پاکستان مهم نقش لرلای وشي.

د ناټو او غوڅ ملاتړ د ماموریت د بهرنیو چارو د وزیرانو به دوه ورځنۍ غونډه کې له افغان ځواکونو سره ده مرستې ژمنه وشوه، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل:

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

"وزیرانو موافقه وکړه چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت تر ۲۰۱۶ کال وروسته خوندي کړي، همداراز مو له افغان ځواکونو سره د مالي مرستۍ مساله وڅېړله، زه د هغو مالي مرستو هرکلی کوم چې د ناټو او ملاتړیو هېوادونو له لورې وشول او زه ډاډه یم چې د وارسا په سرمشریزه کې به له افغان ځواکونو سره په مالي برخه ې تر ۲۰۲۰ کال پورې یو ځلې بیا تاکید وکړو. "

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ناټو ژمنو ته خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې بهرني پوځیان به هم د مهال وېش له مخې له ا افغانستان نه وځي بلکې شرایط ته به ګورو او افغانستان به پرېږدي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ له اداري فساد سره د مبارزې د بشري حقونو د ښځو د حقونو انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې له ناټو او د هغې له شریک سره ژمنې وکړې چې په دې برخو کې به هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG