د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

جمهوري ریاست: نوی کابل بانک باید منحل یا ادغام شي


جمهوري ریاست افغانستان بانک ته دنده ورکړې چې د نوي کابل بانک د منحل کولو او یاهم ادغام په اړه خپله طرحه ورته وړاندې کړي.

څه موده وړاندې مالیې وزارت وویل چې د نوي کابل بانک د خرڅلاو لپاره دو شرکتونو داوطلبي ګټلې ده، خو جمهوري ریاست اوس افغانستان بانک ته دنده ورکړې چې د نوي کابل بانک منحل کولو او یاهم ادغام لپاره خپله طرحه دوی ته وسپاري.

د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي چې ولسمشر د یکشنبې په ورځ د اقتصاد په عالي شورا کې وویل چې افغانستان بانک باید یوه روښانه طرحه ورکړي چې له مخې یې نوی کابل بانک منحل او یا هم ادغام شي.

جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې دا جزئیات نه دي ورکړي چې ولې یې د نوي کابل بانک د منحل کولو او یا ادغام پرېکړه کړې.

هڅه مو وکړه چې د جمهوري ریاست د دغې طرحې په اړه د افغانستان بانک نظر هم را واخلو، خو د دغه بانک چاروکي خبرو ته حاضر نه شول.

د نوي کابل بانک د منحلولو او یا مدغمولو پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې څه موده وړاندې مالیې وزارت وویل چې د دغه بانک د خرڅولو چارې نهایي شوې او دوه بانکونو دواطلبي ګټلې ده.

د مالیې وزارت له دې پرېکړې سره سم د ملي شورا دواړو جرګو او یوشمېر کتوونکو دا اندېښنه څرګنده کړه چې د نوي کابل بانک اخیستونکی بانک "مسلم کمرشل بانک" پاکستانی دی او نه باید نوی کابل بانک پرې خرڅ شي.

هغه مهال یوه اندېښنه داوه چې په کابل بانک کې د افغان امنیتي ځواکونو او چارواکو ټولې ځانګړتیاوې ثبت دي او ممکن پر پاکستاني بانک د دغه بانک خرڅول امنیتي ځواکونو او چارواکو ته ستونزې پيدا کړي.

بل لورته د مالیې وزارت د خزاینو رئیس محمد اقا کوهستاني ازادي راډيو ته وویل چې د نوي کابل بانک د خرڅولو چارې روانې دي او د دغه بانک د منحلولو او مدغمولو په اړه یوازې د طرحې د جوړولو خبره شوې ده:

"د ادغام موضوع مطرح نه ده، اصلي خبره د طرحو وه چې بېلا بېلي ادارې طرحي وړاندې کړي، د همدغو طرحو په اساس يي مرکزي بانک ته هدایت ورکړ چې د نورو ارګانونو په همکارۍ یو ځانکړۍ طرحه راوړي."

کابل بانک په ۲۰۱۰میلادي کال کې هغه مهال له مالي ستونزې سره مخ شوي چې سهم لرونکو یې له دغه بانکه څه باندې نهه سوه میلیونه ډالره وایستل.

د اقتصادی چارو یو شمېر کار پوهان بیا په دې باور دي چې نوی کابل بانک یو لوي خدماتي بانک دی او باید افغان دولت په اوسنیو شرایطو کې د یاد بانک ساتلو ته ژمن و اوسي.

اقتصاد کارپوه سیف الدین سیحون وايي:

"له منځه تلل، ادغام او خرڅلاو، په پاکستان او یا نورو بنسټونو باندې پلورل کېدای شي د نور ستونزو ترڅنګ امنیتې ستونزې هم پیدا کړي، په دې معنا چې د هغه خلکو چې د بانک په لیست کې دي یو ملي راز دی، نو زه په دې باوری یم چې کابل بانک دي په اوسنیو شرایطو کې په خپل حال وساتل او دا کار اړین دی."

د ښاغلي سیحون په خبره افغان حکومت باید د یاد بانک په پښو د درېدو په اړه کار وکړي تر څو د دغه بانک کارونه بېرته سم شي او خپل خدمات په ښه ډول خلکو ته وړاندې کړي.

خو له دې ټولو غوښتنو او اندېښنو سره – سره معلومه نه ده چې افغان حکومت به د نوي کابل بانک د برخه لیک په اړه څه پرېکړه کوي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG