د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

دوو کمپنیو د کابل بانک د داوطلبۍ شرایط پوره کړي


د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې تر اوسه دوو کمپنیو د کابل بانګ د داوطلبۍ شرایط بشپړه کړي دي.

وروسته تر هغه چې نوی کابل بانک داوطلبي ته وړاندې شو د افغانستان د مالیې وزارت وایي دوو کمپنیو چې یوه یې کورنۍ ده او بله بهرنۍ د داوطلبۍ شرایط بشپړ کړي دي.

د دغه وزارت د خزاینو رئیس محمد اقا کوهستاني د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې نوموړې کمپنۍ کولای شي چې د څلورو میاشتو په لړ کې خپل د داوطلبي غوښتنلکونه اړوندې ادارې ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړه:

"دوې کمپنۍ دي چې یوه کورنۍ ده او بله یې بهرنۍ ده، کورنۍ کمپنۍ د ۲۰ میلیونو پر ځای موږ ته ۱۶۸ عشاریه ۴ میلیونه ډالر بانک استتمنټ راکړی، او دوهمه بهرنۍ کمپنۍ مسلم کمرشل ده چې پوره شرایط یې وړاندې کړي."

ښاغلي کوهستان وویل کورنۍ کمپنۍ ژمنه کړې چې د یو میلیارډ ډالور پورې به په نوې کابل بانک کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې داوطلبې کې به امتیاز هغې کمپنۍ ته ورکول شي چې وکړای شي په نوې کابل بانک کې یو میلیارډ ډالر پانګونه وکړي.

د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې داوطلبي کمپنۍ باید د نورو شرایطو تر څنګ د زاړه کابل بانک سره هېڅ اړیکه ونه لري، د فعالیت رسمي جواز ولري او ۲۰ میلیونه ډالره په خپل بانکي حساب کې ولري.

مخکې تر دې هم نوې کابل بانک داوطلبي ته وړاندې شوی و، خو کومې کمپنۍ یا شخص ټاکل شوی معیار مکمل نه کړای شو.

کابل بانک په ۲۰۱۰ میلادي کال کې وروسته تر هغه ډېوالي شو چې د دغه بانک سهم دارانو تر ۹۰۰ میلیون زیات ډالر ترې ایستلې و.

د ملی وحدت حکومت په جوړېدو سره د کابل بانک دوسیه بیا راپورته شوه چې تر اوسه هم دغه دوسیه نه ده بشپړه شوې، خو حکومت وکړای شول چې د دغه بانک په میلیونونه ډالر بېرته لاسته راوړي او د بانک د سهم لرونکو ملکیتونه کنګل کړی.

په ورته وخت کې د اقتصادی چارو کارپوه سیف الدین سیحون وایي، هغه شرکتونه او کمپنۍ چې د نوې کابل بانګ د رانیولو هوډ لري باید غوره مالي او تخنیکي استانتیاوي ولري.

هغه زیاته کړه:

"دغه قراردادونه یوه ژوره مطالعه او مدارک له تخنیکي او حقوقي نظره د توانايي او ظرفیت ضمانت، د کمپنۍ سابقه او کړنې غواړي او با صلاحیته هیئت د اسنادو د ارزیابۍ او دغه راز د رقابت او شفافیت د ګډون او د نورو بنسټونو لپاره چې د خریدارۍ او سیالي توان ولري."

ښاغلی سیحون وايي حکومت باید دې ته پام وکړي چې د کابل بانک زاړه سهم لرونکي په جعلي اسنادو د نوې کابل بانګ د داوطلبی پروسې ته داخل نه شې تر څو یو وار بیا په افغانستان کې د بانګدارۍ هغه ترخه تجریبه تکرار نه شی.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG