د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

افغان حکومت به نوی کابلبانک پر پاکستاني شرکت وپلوري؟


د نوي کابلبانک د دوو پېرېدونکو شرکتونو اسناد به د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیولو سره وڅېړل شي او بیا به د بانک د خرڅلاو پرېکړه وشي.

د ماليې وزارت وايي، د دواړو هغو شرکتونو اسناد چې په داوطلبۍ کې تر نورو پېرېدونکو شرکتونو مخکې دي، تر څېړنې لاندې دي.

یوه ورځ مخکې مشرانو جرګې ویلي چې د پاکستان "مسلم کمرشل بانک"ّ داوطلبي ګټلې خو پر دغه بانک د کابل بانک پلورل به بد عواقب ولري.

نوی کابل بانک د افغانستان یو له هغو خصوصي بانکونو څخه دی چې د ملي دفاع د وزارت د منسوبینو تنخواګانې د همدې بانک له لارې اجراء کېږي.

د مالېې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیم زي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دوو بهرینو شرکتونو اسناد چې د کابل بانک د اخیستلو داوطلبي یې ګټل
د مالېې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیم زي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دوو بهرینو شرکتونو اسناد چې د کابل بانک د اخیستلو داوطلبي یې ګټل

د پاکستان پر کمرشل بانک د افغانستان د نوي کابلبانک احتمالي پلورل بې خطره نه ګڼل کېږي، خو د مالیې وزارت دا اندېښنې بې ځایه ګڼي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دوو بهرنیو شرکتونو اسناد چې د نوي کابلبانک د اخیستلو داوطلبي یې ګټلې، په وزیرانو شورا کې تر څېړنې لاندې دي او د حساسیتونو په پام کې نیولو سره به یې په اړه پرېکړه وشي.

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه:

"نوی کابلبانک د خرڅلاو لپاره داوطلبۍ ته وړاندې شوی و. زموږ شرایط دا وو چې اخیستونکي شرکتونه باید زموږ شرایط ومني. اول شرط مو دا دی چې د اخیستونکي شرکت مالي او تخنیکي وضعیت ښه وي او په جرایمو کې ښکېل نه وي. بله مسئله ملي ګټې په پام کې نیول دي چې وروستۍ پرېکړه به پرې د وزیرانو شورا کوي."

تېره اوونۍ د افغانستان د مالیې وزارت اعلان وکړ چې نوی کابل بانک د خصوصي کولو په مقصد داوطلبۍ ته وړاندې شوی دی چې په دې لړ کې یو افغاني شرکت "جوین سټاک" او د "پاکستان کمرشل بانک" دغه داوطلبي ګټلې ده.

کابل بانک په ۲۰۱۰ میلادي کال کې له مالي بحران سره مخ شو او دولت هڅه وکړه چې په مالي مرستو دغه بانک له سقوطه وژغوري. اوس د دې بانک نوم نوی کابل بانک دی.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار اندیښمن دی چې که د پاکستان کمرشل بانک، کابل بانک وپیري، ممکن د ملي اردو د ډیرو منسوبینو ادرسونه خوندي پاتې نه شي.
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار اندیښمن دی چې که د پاکستان کمرشل بانک، کابل بانک وپیري، ممکن د ملي اردو د ډیرو منسوبینو ادرسونه خوندي پاتې نه شي.

د راپورونو له مخې پخوا تر دې هم دغه بانک خصوصي کولو ته وړاندې شوی و، خو د مرکزي بانک مسؤلین وايي چې هغه مهال، یوه شرکت هم د دوی شرایط نه پوره کړي.

کابلبانک اوس مهال د ملي اردو د منسوبینو د میاشتېنۍ تنخواګانو ورکړه په غاړه لري، اوس مهال چې دغه بانک د درېیم ځل لپاره داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار یو ورځ وړاندې له دې څخه چې نوی کابلبانک به پر یوه پاکستاني شرکت وپلورل شي اندېښنه ښودلې او د هغه د ویتو غوښتنه یې کړې وه.

د پوځي چارو پوه میرزا محمد یارمند هم ورته اندېښنه لري:

"امنیتي ځواکونه باید خوندي وي او کومه پاکستانۍ کمپنۍ چې غواړي دغه بانک وپېري، دا زیان لري، ځکه چې دا کمپنۍ د خپل هېواد ګټې په پام کې نیسي، د پوځ د منسوبینو تنخواګانې له همدې بانکه ترسره کېږي او د پرسونل موقعیت معلومولای شي. باید په دې برخه کې دقت وشي."

ویل کېږي تر راتلونکو څو میاشتو پورې به نوی کابلبانک په خصوصي سکتور وپلورل شي.

د افغانستان خلک او پانګوال وايي چې حکومت باید خپل بانکي سیستم له نړیوالو معیارونو سره سم عیار کړي خو دغه سیستم د کابل بانک په څېر له ستونزو سره مخ نه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG