د افغانستان بانک چارواکي وایې، که حکومت د نوي کابل بانک د خرڅلاو په اړه څه اقدام کوي د بانکدارۍ د قانون له مخې به دوی دا پروسه جدي وڅاري.
د افغانستان بانک مرستیال د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، که د نوي کابل بانک داوطلبان د اخستلو معیاري شرایط پوره نه کړي وړاندیزونه به یې رد شي.
د افغانستان بانک مسولین وایي، که څه هم د نوي کابل بانک د خرڅلاو په اړه تراوسه دوی ته کوم څه نه دي ویل شوي خو که داسې څه پریکړه کیږي دوی به یې د قانون له مخې وڅاري.
د افغانستان بانک مرستیال خان افضل هډه وال د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، د کابل بانک د اخستونکو ټول هغه شرایط باید مطالعه شي چې قانون ورته وضع کړي دي.
نوموړی وایې، د ښې کاري سابقې، کافي مالي امکاناتو درلودل او د جرمي سابقې نه لرل هغه معیارونه دي چې باید د نوي کابل بانک د داوطلبانو لپاره په نظرکې ونیول شي:
″هروخت چې افغانستان حکومت کوم تصمیم ونیو هغه مرکزي بانک ته رالیږي او مرکزي بانک د قانون او شایسته توب له مخې دا پروسه ارزیابي کوي او قانونا هغه چاته اجازه نه ورکوو چې امکانات او معیارونه پوره نکړي.″
په دې وروستو کې راپورونه خپاره شول چې د پاکستان د مسلم کمرشل بانک یو پلاوی کابل ته راغلی چې د اخستلو لپاره د نوي کابل بانک فعالیتونه ارزیابي کړي.
وموغوښتل چې په همدې اړه د افغانستان د مالي وزارت نظرهم واخلو خو د دې وزارت چارواکو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې دې وزارت پخوا د نوي کابل بانک د داوطلبانو په اړه له ویلي چې چا یې د اخستلو معیارونه نه دي پوره کړي.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو افغان کارپوهان وایې چې په نړېوالو معیارونو په برابر کوم بانک د نوي کابل بانک خرڅول د بانکدارۍ په عرصه کې ګټور ګام دی.
افغان کارپوه اجمل عبدالرحیمزی په دې باوردی چې دا کارد بانکونو ترمنځ سالم رقابت رامنځته کوي او په دې توګه به په نوي کابل بانک د خلکو له منځه تللی اعتبار بیرته خپل شي:
″زه په دې عقیدې یم که داسې درخواست شوي وي باید لومړی یې په اساسي ډول څیړنه وشي ترڅو هدف یې مشخص شي او معلوم شي چې پاکستان په دې کې سیاسي هدف لري کنه غواړي د افغانستان د خصوصي سکتور پیاوړی کړي که کوم سیاسي هدف نه وي د هیواد د اقتصاد او سالم رقابت ایجادیدو لپاره دا کار ګټور دی.″
کابل بانک له بحرانه وروسته د څوکلونو راهیسې د دولت تر کنترول لاندې فعالیت کوي او لا هم معلومه نده چې د هغې د خصوصي کیدو لپاره دولت څه طرحه په پام لري.
خو د اقتصادي چارو افغان کارپوهان وایې، که نوی کابل بانک خصوصي کیږی باید ټول کارونه یې په شفافه او معیاري توګه مخته ولاړ شي او په دې برخه کې ټول شته قوانین هم په پام کې ونیول شي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ