د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

بخښنې نړیوال سازمان: افغان ولسمشر دې د اعدام حکم نه توشیح کوي


د بخښې نړیوال سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی، د افغانستان له ولسمشره غوښتي دي چې په اعدام د محکومو زندانیانو حکم لاسلیک نه کړي.

د افغانستان ولسمشر ته د هغو دولت مخالفه وسله والو لېست سپارل شوی دی چې محکمو پر هغوی د اعدام حکم کړی دی.

په کابل کې د اپریل په ۱۹نېټه تر برید وروسته چې ۶۴ کسان په کې ووژل شول او تر ۳۴۰ ډیر ټپیان شول، ولسمشر له قضایي ادارو وغوښتل چې په اعدام د محکومو کسانو لېست وروسپاري.

ازادي راډیو چې کوم اطلاعات ترلاسه کړي دي د هغو له مخې به ښایي ولسمشر اشرف غني د یو شمېر کسانو د اعدام حکم لاسلیک کړي. خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې کله به دا کسان اعدامیږي.

د بشري حقونو یو شمېر نړیوالې موسسې لکه د بخښنې نړیوال سازمان د اعدام له حکم سره مخالفت کوي.

د دې سازمان د اسیا لپاره د رسنیو د برخې مشر عمر ورچ ازادي راډیو ته وویل چې دوی له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتي دي چې د اعدام حکم توشیح نه کړي:

"موږ په کابل کې دا ویرونکی برید ولید چې دا د هغه عکس العمل دی. زموږ په باور د افغانستان حکومت به هغه وخت ښه دریځ خپل کړی وي چې عدالت تامین کړي، داسې چې د اعدام د تطبیق پر ځای د ستونزې جرړې وباسي."

د اپریل د ۱۹ نېټې د کابل له بریده وروسته یو شمېر افغانانو له حکومته وغوښتل چې د طالبانو هغه مشران چې په زندانونو کې دي اعدام کړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار چې د دې کسانو د اعدام غوښتنه کوي وایي چې د افغانستان په زندانونو کې تر پنځه سوه ډیر کسان شته چې محکمو په اعدام محکوم کړې دي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار چې د دې کسانو د اعدام غوښتنه کوي
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار چې د دې کسانو د اعدام غوښتنه کوي

د حکومت دننه هم ځینو کسانو ورته غوښتنه کړې ده. په ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود له ولسمشره غوښتي دي چې د حقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني زوی انس حقاني باید اعدام شي.

د انس حقاني د اعدام غوښتنه د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست پخواني مشر رحمت اله نبیل هم کړې ده، خو په هغه لېست چې ولسمشر ته سپارل شوی دی داسې ښکاري چې د انس حقاني نوم نه شته ځکه چې ازادي راډیو ته کره سرچینو ویلي دي چې تر دې دمه محکمو پر نوموړي د اعدام حکم نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG