د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

مشرانو جرګې د طالبانو په وړاندې د حکومت له دریځه هرکلي وکړ


د افغانستان مشرانو جرګه د طالبانو او پاکستان په وړاندې د ولسمشر غني له دریځه د هرکلي تر څنګ له حکومته غواړي چې په اعدام د محکومو کسانو جزا دې عملي کړي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې د اعدام د حکم تطبیق به په هېواد کې د امنیت د تامین لامل شي.

د افغانستان مشرانو جرګه په ټینګار سره وايي چې د تروریستانو په دار ځړول د اوږدې مودې راهیسې د ډېرو افغانانو غوښتنه ده خو د خلکو په دې غوښتنې عمل نه دی شوی.

د دې جرګې غړو د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل هغه کسان چې د جګړې په ډګر کې نیول شوي او د محکمو له خووا ورباندې د اعدام حکم صادر شوی باید اعدام شي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وايي چې له ۵۰۰ څخه په ډېرو کسانو د اعدام حکم صادر شوی چې د دې فیصلو عملي کېدل به د هېواد په امنیت کې مهم رول ولوبوي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"له ۵۰۰ څخه ډېر کسان چې ښځې او سړي په کې شامل دي په اعدام محکوم شوي، خلک او د مشرانو جرګه د عدالت د پلي کېدو غوښتنه کوي ځکه دا کسان په جرمونو کې لاس لري او په دوی د محکمو د فیصلو عملي کول به د امنیت د تامین سبب شي."

جمهور ئیس محمد اشرف غني د ملي شورا له غړو سره د دوشنبې ورځې په فوق العاده غونډه کې وویل په هغو کسانو به د اعدام په شمول د محکمو ټولې پریکړې به په قاطعیت عملي شي چې د جګړې له ډګرونو نیول شوي دي.

د ښاغلی غني په خبره هغه وخت تېر شوی چې څوک دې د بې موجبه بخښنې څخه برخمن شي.

په همدې حال کې یو شمېر سناتوران د حکومت دغه دریځ ستايي وايي چې دغه ژمنې باید په جدي توګه عملي شي.

د مشرانو جرګې غړې لیلما احمدي وايي، نور طالبانو ته د زاریو وخت تېر شوی دی:

"هغه کسان چې د افغانستان د نظام او خلکو د ښمنان دي او د خلکو وینې تویوي پر هغوی د اعدام د حکم تطبیق جدي اړتیا ده او موږ هیله لرو هغه څه چې ولسمشر غني ویلي د هغې په عملي کېدو کې له هیڅ ډول هڅو دریغ ونه کړي."

له بلې خوا یو شمېر نور سناتوران ټینګار کوي چې د پاکستان په مقابل کې باید د افغانستان سیاست ثابت وي او نور د پاکستان په خالي ژمنو ونه غولېږي.

سناتور رحیم حسین یار په دې اړه وايي:

"هیله من یو چې د ملي یوالي حکومت د پاکستان په مقابل کې شفاف، قاطع او مسولانه سیاست غوره کړي چې پر اساس یې د افغانستان ګټې تامین شي او د فعلي وضعیت څخه د نجات لاره ولټول شي."

له دښمن او دوست څخه واضح تعریف او د طالبانو پر وړاندې د حکومت روښانه دریځ نه یوازې د سناتورانو له هرکلی سره مخ شوی بلکې افغانان او سیاسي څېړونکې هم د ولسمشر دغه اقدام ستايي.

سیاسي کارپوه بشیر پیژن په دې باور دی چې د حکومت وروستۍ دریځ به د جګړې په میدانونو کې د افغان سرتېرو روحیه پیاوړې او د مخالفینو روحیه به کمزورې کړي خو دا باید په عمل کې هم ثابت شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG