د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

"په اعدام محکومو کسانو لومړنی لست به ولسمشر ته وسپارل شي"


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د هغو کسانو لومړنی لست نن ولسمشر ته سپارل کېږي چې د وسله والو فعالیتونو په تور د اعدام په جزا محکوم دي.

د جمهوري رییس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن پنجشنبې یوې خبري غونډې ته وویل چې ولسمشر به د خپلې کړي ژمنې پر اساس دغه احکام توشیح کړي.

د افغانستان د بشر د حقونو سازمان بیا له افغان حکومت څخه غواړي چې په خپلې دې پریکړې له سره کتنه وکړي تر څو عدالت په ښه توګه پلی شي.

وروسته له دې چې افغان چارواکو وویل چې د تروریستي فعالیتونو په تړاو نیول شوېو کسانو ته د مجازاتو په ورکولو کې جدي دي، د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د یو شمېرهغو کسانو لست به نن ولسمشر ته وسپارل شي چې په اعدام محکوم دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، ولسمشر تېره اوونۍ عدلي او قضایې ارګانونه موظف کړل څو په اعدام د محکومو کسانو دوسیې ورته و سپاري.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"تاسو د افغانستان شریفو خلکو او رسنیو ته ویل کېږي چې نن به د هغو کسانو لومړنی لست ولسمشر ته وسپارل شي چې د اعدام حکم ورباندې صادر شوی دی."

ولسمشراشرف غني د تېرې دوشنبې په ورځ ملي شورا ته د وینا پرمهال وویل، پر هغو وسله والو به د عدلي او قضایې ارګانونو حکم پرته له ځنډه عملي شي چې د اعدام حکم ورباندې صادر شوی دی.

د وسله والو زندانیانو د مجازاتو غوښتنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې تیره اوونۍ په کابل کې د یوې بمي چاودنې او ور پسې نښتې په نتیجه کې ۶۴ تنه ووژل شول او نږدې ۳۵۰ تنه ټپيان شول.

دغې پېښې د افغانستان د خلکو او حکومتي چارواکو تند غبرګونونه راوپارول.

د همدې غبرګونونو په ترڅ کې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د چهارشنبې په ورځ د مجاهدینو د بریا په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، حکومت هغو کسانو ته د اشد مجازاتو ورکولو په برخه کې جدي دی چې د تروریستي فعالیتونو په ارتباط نیول شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشر د حقونو سازمان له افغان حکومته غواړي چې په اعدام د محکومو کسانو پر دوسیو له سره کتنه وکړي او عدالت ته جدي پام وکړي.

د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل ازادي راډيو ته په دې اړه وویل:

"زما په اند باندې د دغو اعدامونو جریان یا پيل کېدل به ښه پایله ونه لري. نو موږ په ولسمشر باندې غږ کوو چې د دغو اعدامونو په اړه باندې قضایي پلاوی باید له سره کتنه وکړي تر څو یو ځل بیا عدالت په ښه توګه باندې تامین شي."

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون هم له دې وړاندې د همدې موضوع په تړاو ازادي راډيو ته ویلي و چې د دوی غوښتنه تل له حکومته دا وه چې نور دې د مجرمینو د معافیت فرهنګ پای ته ورسوي.

دا چې تر دې دمه د افغانستان په زندانونو کې په څه شمېر وسله وال په اعدام محکوم دي، په دې اړه کره شمېره نشته او نه هم د ولسمشر مرستیال ویاند په دې اړه معلومات ورکړل.

خو د روانې اوونۍ په ترڅ کې د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار د دغې جرګې په غونډه کې وویل چې دا مهال له ۵۰۰ څخه ډير کسانو باندې د اعدام حکم صادر شوی چې عملي کېدل به یې د هېواد په امنیت کې مهم رول ولوبوي.

طالبانو تراوسه د خپلو محکومو شوېو ملګرو د احتمالي اعدام په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG