د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

فعالان: په اعدام محکوم زنداني طالبان دې په دار وځړول شي


یو شمېر افغان مدني فعالان وايي، حکومت باید د انس حقاني په ګډون هغه طالب زندانیان له ځنډ پرته اعدام کړي چې د اعدام پر سزا محکوم شوي دي.

فعالانو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل، که حکومت تر یوې میاشتې د دوی غوښتنې ونه مني پراخ مدني اعتراضونه به پیل کړي.

په کابل کې د تیرې اوونۍ د سې شنبې د ورځې د خونړي برید وروسته د افغانستان په زندانانو کې د طالب زندانیانو پر وړاندې غبرګونونه ورځ تر بلې جدي کیږي.

د بېلابېلامدني ټولنو استازو د سې شنبې په ورځ په کابل کې "د ترورېزم پر وړاندې د ملي غبرګون" په نامه په مدني اعتراضیه غونډه کې په زغرده دا وویل چې نور به د طالبانو په مقابل کې چپ پاتې نه شي.

مدني فعال میروس عمرخېل وايي، افغان ولس او حکومت د طالبانو په مقابل له حده زیات صبر او زغم وکړ خو دوی یې په مقابل کې هره ورځ وژنې کوي.

مدني فعال میروس عمرخېل وايي، افغان ولس او حکومت د طالبانو په مقابل له حده زیات صبر او زغم وکړ خو دوی یې په مقابل کې هره ورځ وژنې کوي.
مدني فعال میروس عمرخېل وايي، افغان ولس او حکومت د طالبانو په مقابل له حده زیات صبر او زغم وکړ خو دوی یې په مقابل کې هره ورځ وژنې کوي.

عمرخېل پر حکومت غږ و کړ چې له ځنډ پرته د آنس حقاني په ګډون هغه طالب زندانیان په دار وځړوي چې پر اعدام محکوم شوي دي.

ښاغلي عمرخېل زیاته کړه:

"تېره ورځ ولسمشر د ملي شورا په مجلس کې ولس سره دا ژمنه وکړه چې هغه تروریستان چې په اعدام محکوم شوي؛ دوی به اعدامیږي، زموږ غوښتنه دا ده که رښتیا هم ولسمشر غواړي او د افغانستان خلکو سره همدردي لري د افغانستان حکومت د ولس حکومت دی نو دغه تروریستان دې اول اعدام کړي په شمول د انس حقاني."

مدني فعالان په داسې حال کې د طالب زندانیانو د اعدام غوښتنه کوي چې د دوشنبې په ورځ ولسمشرمحمد اشرف غني ملي شورا ته په خپلو څرګندونو کې ژمنه وکړه چې په دې باب به د عدلي او قضايي ارګانونو پریکړې له ځنډ پرته عملي کړي.

تردې وړاندې په ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود او د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم په خپلې فیسبوک پاڼه کې د افغانستان په زندانونو کې د هغه طالب بندیانو د اعدام غوښتنه کړې وه چې د اعدام حکم پرې صادر شوی دی.

په ورته وخت کې مدني فعال نظیم سمون وايي، که حکومت تر یوې میاشتې د مدني فعالانو غوښتنې عملي نه کړي نو د ارګ مخې ته به خپل مدني اعتراضونه پیل کړي.

ښاغلي سمون زیاته کړه:

"دا به زموږه وروستۍ او اولنۍ راټولیدنه نه وي بلکې تر دې به لا پراخ پرواګرمونه تر لاس لاندې نیسو لکه څنګه چې موږ حکومت ته یوه میاشت وخت ورکړی دی؛ هغه څه چې موږ غوښتنې درلودې که هغه پوره نه شوې بیا موږ راوځو ارګ ته راټولیږو او سوله ييزو حرکتونو ته دوام ورکوو."

له دې ټولو سره ـ سره ولسمشرۍ مانۍ وايي، ډېر ژر به د هغو ترهګرو د اعدامولو لړۍ پیل شي چې د هېواد د عدلي او قضايي بنسټونو له لوري پر اعدام محکوم شوي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ولسمشر به د هغو ترهګرو د اعدام په عملي کېدو کې تعلل ونه کړي چې دوسیې وروستۍ شوي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال

مینه پال وايي:

"نو دا په قضا پورې اړه لري چې هر څومره ژر دوي دغه حکمونه تیار کړي د افغانستان حکومت او په ځانګړي توګه ولسمشر هېڅ ډول ستونزه نه لري."

په کابل کې د بېلابېلو مدني ټولنو څخه راټول شوو استازو همدا راز د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره د امریکا له متحدو ایالتونو غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره د لاسلیک شوي امنیتي تړون پر اساس په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنو مخه ونیسي.

دوی همدا راز په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره د ملي یووالي ترڅنګ د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړمهم وباله او سپارښتنه یې دا وه چې ولس باید له دې وروسته په یوه غږ په هېواد کې د ویني توییدنې په مقابل کې راپورته شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG