د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

ایران ته د مدني ټولنو خبرداری


د افغانستان د مدني ټولنو د ځوانانو بنسټ د ایران حکومت ته خبرداری ورکوي که د ستایش قریشي د وژلو پېښې ته رسیدګي ونه شي دوی به په کابل کې د ایران سفارت مخې ته پراخې مظاهری وکړي.

د دې بنسټ غړو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دغه عمل د غندلو ترڅنګ د هغې د وژونکي د اعدام غوښتنه وکړه.

په شپږ کلنې ستایش قریشي په ایران کې د هغه هېواد د یو هلک له خوا لومړی جنسي تیری شوی و او له هغې وروسته په بې رحمي سره وژل شوې ده.

د ستایش قریشي د وژلو په اړه د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان د مدني ټولنو د ځوانانو بنسټ خبرداری ورکوي که د دغې افغان نجلۍ قاتل ژر تر ژره اعدام نه شي دوی به په کابل کې د ایران سفارت په خپلو مدني حرکتونو سره بند کړي.

ددې بنسټ غړو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې ناستې په ترڅ کې د ایران له حکومت، عدلي او قضایي بنسټونو نه وغوښتل تر څو د ستایش قریشي وژل په جدي ډول تعقیب کړي او عدالت پلي کړي.

فردین فدايي
فردین فدايي

ددې بنسټ ریس فردین فدايي په دې اړه وايي:

"ژر تر ژره باید دغه کس په اشد مجازات محکوم شي، بې له دې موږ په پوره یقین سره وعده ورکووچې د ایران سفارت به بند کړو او په هیڅ عنوان به چا ته اجازه ورنه کړو چې زموږ مخه ونیسي،ځکه چې دا زموږ مسلم حق دی ."

په شپږ کلنی ستایش قریشي د حمل میاشتې په ۲۲ نېټه په ایران کې د اولس کلن هلک له خوا جنسي تیری شوی و بیا وژل شوې وه او له هغې وروسته یې غوښتل چې جسد یې په تیزابو له منځه یوسي.

دغه پېښه په افغانستان او ایران کې د سختو غبرګونونو سره مخ شوه، یو شمېر مدني فعالانو په بامیانو کې هم تېره ورځ د یو اعتراض په ترڅ کې د ستایش د قاتل د سزا غوښتنه وکړه.

دغې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې د زیات شمېر خلکو غبرګونونه هم را وپارول او دا کار يې غیري انسانی یاد کړ.

په همدې حال کې یو شمېر ایراني چارواکو او د ښځو په برخه کې د ایران د ولسمشر مرستیال دغه یو وحشیانه عمل وګڼه.

د یو شمېر ایراني رسنیو د راپورونو په اساس د هغه هېواد یو شمېر چارواکو ویلي چې دغه پېښه به قضایه قوه بې له کوم تبعیضه تعقیب کړي.

د افغانستان ولسي جرګي هم د دوشنبې په ورځ وویل چې د یادی پېښې په اړه پټه خوله پاتې کیدل ورته د منلو وړ نه دي او د دې پېښې د جدي څیړنې غوښتنه یې وکړه.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد سفارت ته په ایران کې دنده سپارل شوې چې دغه قضیه د هغه هېواد له عدلي او قضايي بنسټونو سره په جدي ډول تعقیب کړي.

شکیب مستغني
شکیب مستغني

ددغه وزارت ویاند شکیب مستغني له ازادي راډیو سره وویل، افغان حکومت د یادې قضیې د پېښې د عاملینو د اشد مجازات غوښتونکي دی.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"د افغانستان د اسلامی جمهورت د بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد سفارت ته په تهران کې دنده سپارلی تر څو دغه موضوع د ایران د اسلامي جمهوري دولت له عدلي او قضایي بنسټونو سره تعقیب کړي او د رنځ لیدلی قریشي کورنی سره د هیڅ ډول همکاري نهد عدالت د تحقق په برخه کې دریغ ونه کړي."

د مدني ټولنو دغه فعالان وايي چې ایران تل په یوه واړه جرم افغانان اعدام کړي دی او اوس چې د هغه هېواد یوه وکړي لوی جنایت یعنې تجاوز او قتل کړي باید بې له کومه ځنډه اعدام شي.

راپور: ابراهیم صافی

ایران ته د مدني ټولنو خبرداری
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

XS
SM
MD
LG