د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

"د تروریستي فعالیتونو عاملین به اشد مجازات شي"


د افغان حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله وایي، حکومت پر هغو کسانو د اشد مجازاتو عملي کول غواړي چې تروریستي فعالیتونه کوي.

ښاغلي عبدالله دا خبره د مجاهدینو د بریا د ۲۴ کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وکړه.

په افغانستان کې د وروستیو خونړیو پيښو په تړاو وسله والو ته د مجازاتو د ورکولو د غوښتنو په دوام د ملي وحدت حکومت وایي، دې کار ته جدي دی.

اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ د ارګ په ماڼۍ کې د مجاهدینو د بریا په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، د قانون له مخې به هغه کسان اشد مجازات شي چې تروریستي فعالیتونه یې کړي وي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د هغو کسانو پر وړاندې چې تروریستي فعالیتونه کوي، د قانون او د قانون له مخې د اشد مجازاتو تطبیق، دا کار به وشي."

ښاغلي عبدالله په خپلو خبرو کې د تېر حکومت پر مهال پرته له توجې او ضمانته د زندانیانو خوشې کول یوه تېروتنه و بلله.

ولسمشر اشرف غني هم د تېرې دوشنبې په ورځ ملي شورا ته د وینا پر مهال و ویل پر هغو وسله والو به د عدلي او قضایې ارګانونو حکم پرته له ځنډه عملي شي چې د اعدام حکم ورباندې صادر شوی دی.

تردې وړاندې په ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشر فوق العاده استازي احمد ضیا مسعود او د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل هم د افغانستان په زندانونو کې د طالبانو او حقاني شبکې د هغو بندیانو د اعدام غوښتنه کړې وه چې د اعدام حکم پرې صادر شوی دی.

و مو غوښتل د افغانستان په زندانونو کې د وسله والو زندانیانو د شمېر او دا چې په څه شمېر یې په اعدام محکوم دي، معلومات واخلو خو دولتي سرچینو په دې اړه معلومات را نه کړل.

د جنګي مجرمینو د مجازاتو غوښتنه وروسته له هغې کېږي چې تېره اوونۍ په کابل کې په یوې چاودنې او نښته کې ۶۴ تنه ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

په همدې حال کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایي، دوی تل له مجازاتو د معافیت د فرهنګ پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړی دی.

د دغه کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار ازادي راډیو ته وویل چې د دې تر څنګ باید ډېر کوښښ وشي چې د مجرمینو د محاکمې بهیرعادلانه وي.

رفیع الله بېدار
رفیع الله بېدار

هغه زیاته کړه:

"دلته حقوق الله هم دي او حقوق العباد هم دي، د ځينو کسانو حقونه هم ضایع شوي دي، هیڅ ډول سیاسي او یا هم اداري ملاحظات نه باید چې د کوم چا د معافیت سبب وګرځي، عدالت باید عملي شي، ولې دا هم غواړو چې د مشدده جزاګانو لپاره باید عدالتي سیسټم پیاوړی شي."

دغه غوښتنه په وار وار د بېلابېلو مدني فعالانو له خوا هم مطرح شوې ده.

د مدنې ټولنې غړي میرویس عمر خېل وایي، افغان ولس او حکومت د وسله والو په مقابل کې له حده زیات صبر او زغم وکړ او اوس یې وخت دی چې په اعدام محکوم وسله وال مجازات شي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG