د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۶

افغانستان

ولسمشرغني: څوک چې د نظام په وړاندې بغاوت کوي د افغانستانان دښمنان دي

ولسمشرغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې د بېلابېلو ولایتونو د ملي امنیت مدیرانو او چارواکو ته په وینا کې ویلي هغوی چې د افغانستان د نظام په وړاندې بغاوت کوي د افغانستانان دښمنان دي.

د ارګ څخه په یوې خبرې شوې خبرپاڼې کې ولسمشرغني له خولې وايي چې

په تېرو ۱۸میاشتو کې یې د سولې د تامین لپاره کافي هلې ځلې وکړې، خو دوی "مخالفو وسله والو" سوله رد کړه.

ارګ وايي، ولسمشرغني د تیرې اوونۍ د کابل مرګونې پېښې ته اشاره وکړه او د ملي امنیت پر راټولو شوېو مدیرانو یې ټینګار وکړ چې"پردوی چې بې ګناه افغانان وژني، ساحه تنګه کړئ؛ د تګ راتګ لارې یې وتړئ؛ مالي سرچینې یې وچې کړئ او د ځمکنیو او هوایي عملیاتو او بریدونو له لارې یې پټن ځایونه ویجاړ او دوی نابود کړئ."

ولسمشر د ملي امنیت له چارواکو دا هم وغوښتل چې د لویو لارو امنیت دې ډاډمن کړي.

همدارنګه یې د ټاپي د پروژې امنیت د افغان امنیتي ځواکونو له مهمو مسولیتونو بللې دي.

د یادونې وړ ده چې اوونۍ مخکې په کابل کې له خونړۍ حملې وروسته افغان ولسمشر د حکومت د مخالفو وسله وال په وړاندې د خپلو څرګندونو لهجه تونده کړې او ټینګار یې کړی چې د جنګ په وړاندې به په جنګ ځواب ووايي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جرمني لسګونه نور افغانان هم کابل ته ستانه کړل

له جرمني څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو یو انځور، ارشیف
له جرمني څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو یو انځور، ارشیف

جرمني شاوخوا ۳۰ افغان وګړي نن کابل ته ډیپورټ کړل.

د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد فدرالي پولیسو شاوخوا ۳۰ هغه افغانان چې د ایستلو په نوملړ کې شامل وو، د چارټر الوتکې په وسیله د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه کابل ته ستانه کړي دي.

دا الوتنه نن، سه‌شنبه سهار ترسره شوې ده. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانانو ایستل نور یوازې پر مجرمینو او «خطرناکو» کسانو پورې محدود نه دي، بلکې نور هغه کسان هم چې د ایستلو شرایط ولري، خپلو هېواد ته به ستانه کړل شي.

په همدې حال کې، د کډوالو د حقونو فعالانو افغانستان ته د افغانانو د ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جرمني د شنو ګوند یو شمېر استازو هم پر دې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې حکومت د ایستلو د پالیسۍ د عملي کولو لپاره له طالبانو سره په داسې حال کې همکاري کوي چې هغوی د ښځو او نجونو حقونه محدود کړي دي.

جرمني د جولای په ۲۹ مه هم د یوې چارټر الوتکې له لارې ۳۱ افغانان،افغانستان ته ستانه کړي و.

د طالبانو حکومت د بدخشان لپاره نوی والي وټاکه

ارشیف
ارشیف

افغانستان کې د طالبانو حکومت د بدخشان لپاره د نوي والی او امنیه قوماندان د ټاکنې خبر ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سه شنبې ( د وږي په دریمه ) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د طالبانو د مشرتابه د فرمان په اساس د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین ملا رحمت الله نجیب د مولوی اسماعیل غزنوي په ځای د بدخشان والي او د سرپل پخوانی والي ملا احمد شاه دیندوست د بدخشان امنیه قوماندان ټاکل شوي دي.

مولوی اسماعیل غزنوي د ټولګټو وزارت دمعین په توګه ټاکل شوی دی.

دغه ټاکنې په داسې مهال اعلانیږي چې بدخشان ولایت کې په دې وروستیو ورځو امنیتي پیښې رامینځ ته شوې.

د طالبانو ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح له څو ورځې جګړې وروسته تسلیم شو او تر هغه مخکې د فیض اباد لپاره د طالبانو د حکومت ښاروال حبیب الرحمن منصور په یوه چاودنه کې چې مسئولیت وسله والو مخالفینو په غاړه واخیست، ووژل شو.

د اورګاډي له لارې د ایران او افغانستان سوداګري ۹ برابره زیاته شوې

ارشیف، افغانستان سره د اورګاډي له لارې سوداګري
ارشیف، افغانستان سره د اورګاډي له لارې سوداګري

کابل کې د ایران سفارت وايي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۹ برابره زیاته شوې ده.

د ایران سفارت چارواکو د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه ولیکل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي له لارې د اموالو انتقالات چې پخوا په کال کې ۱۵ زره ټنه وو اوس په میاشت کې شاوخوا ۱۳۰ زرو ټنو ته رسېدلي دي.

ایراني چارواکي اټکل کوي چې دغه کچه به په یوه کال کې شاوخوا ۵۰۰ زره ټنو ته ورسېږي.

افغان سوداګرو وروسته له دې چې په تېر اکټوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي لارې وتړل شوې د منځنۍ اسیا او ایران بندرونو ته مخه کړه.

خو بل‌خوا د امریکا ولسشمر ډونالد ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې هر هېواد چې ایران سره مرسته یا راکړه ورکړه وکړي، نو په ټکو یې له "ډېرې درنې سزا" سره به مخ شي.

WHO په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو پیښو د ثبتیدو خبر ورکوي

هغه ماشوم چې د ګوزڼ یا پولیو له امله يې  ټول بدن فلج شوی دی
هغه ماشوم چې د ګوزڼ یا پولیو له امله يې ټول بدن فلج شوی دی

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د پولیو دوه مثبتې پیښې په هرات، یوه په پکتیکا او یوه هم په کندهار کې ثبت شوي دي.

د نویو پېښو له ثبتېدو سره، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته ورسېد.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي پکې لا نه ده له منځه وړل شوې.

په روان کال کې په پاکستان کې هم د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

WHO: په ټول افغانستان کې یې د زرګونو خوارځواکو ماشومانو په ګډون لسګونو زره کسانو ته اړین روغتیایي خدمتونه برابرکړي دي

د روغتیا نړیوال سازمان WHO په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته د زرګونو ماشومانو په ګډون لسګونو زره کسانو ته د روغتیایي اړینو خدمتونو د برابرولو خبر ورکوي. د دې سازمان د افغانستان څانګې نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق په ملاتړ یې په ټول افغانستان کې د زیانګالو ټولنو له ۴۲ زرو څخه زیاتو کسانو ته اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، نږدې ۸ زره هغه ماشومان یې چې په شدیدې خوارځواکۍ اخته وو، تر درملنې لاندې نیولي او د ناروغیو د څارنې سیستم یې پیاوړی کړی څو د ناروغیو خپرېدل په لومړیو پړاوونو کې تشخیص او پر وړاندې یې پر وخت اقدام وشي. د روغتیا د نړیوال سازمان په خبره د دغو شمېرو تر شا روغ او سالم ماشومان، پیاوړې ټولنې او هغه کورنۍ ولاړې دي چې په خورا اړین وخت کې ورته لازم روغتیايي خدمات رسېږي. تردې مخکې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا د یکشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې روغتیایي اړتیاوې له هغه څه زیاتې دي چې دا اداره وکولای شي هغه تمویل کړي. اوچا وویل چې د روغتیایي سکټورلپاره د اړتیا وړ ۱۹۱ میلیونو ډالرو له جملې تراوسه ۷۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.

اوچا: په افغانستان کې روغتیایي اړتیاوې زیاتې دي خو کافي بودیجه نه لري

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، په افغانستان کې روغتیایي اړتیاوې له هغه څه زیاتې دي چې دا اداره وکولای شي هغه تمویل کړي. اوچا د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې ګرځنده روغتیايي ټیمونه یې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق په ملاتړ، په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. خو د دې ادارې په خبره اړتیاوې له موجودو سرچینو ډېرې دي. اوچا وایي د روغتیا سکټور یوازې ۳۷ سلنه تمویل شوی او تراوسه د اړتیا وړ ۱۹۱ میلیونو ډالرو له جملې ۷۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.

UNDP: د افغانستان کلیوالي سیمې له کافي بریښنا بې برخې دي

ارشیف
ارشیف

د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام UNDP وایي، په افغانستان کې د باور وړ برېښنا نشتوالی لا هم د روغتیايي خدمتونو، زده‌ کړو، د خلکو د معیشت او سیمه ‌ییزو اقتصادونو لپاره یوه ستره ننګونه ده. د افغانستان لپاره د دې پروګرام څانګې د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې

د افغانستان یوازې شاوخوا ۴۰ تر ۴۲ سلنه خلک له ملي برېښنا شبکې سره وصل دي او په کلیوالو سیمو کې ډېری خلک لا هم له کافي برېښنايي خدمتونو بې برخې دي.

د دې پروګرام په خبره د افغانستان شرایطو ته په پام لیرې پرتو سیمو ته د ملي برېښنا شبکې غځول لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له همدې امله، د غیرمتمرکزې نوي کېدونکې انرژۍ کارول د عملي او دوامدارو حل‌لارو له ډلې یوه تر ټولو مناسبه لار بلل کېږي.

UNDP وایي، دغه وضعیت ته په پام یې په افغانستان کې د نوي کېدونکې انرژۍ پروژې پیل کړې چې له مخې یې په ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو کې لمریز برېښنايي سیستمونه نصب شوي دي.

په سنمګان کې د یوې ترافیکې پېښه له کبله درې کسان مړه شوي

په سنمګان ولایت کې د یوې ترافیکې پېښه له کبله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د دې ولایت د امنیه قومندان ویلي،" ټپیان د خلم ولسوالۍ سیمه ییز کلینیک ته انتقال شوي دي".

پېښه نن یکشنبې د سهار پنځه بجې شوې ده.

د پېښې علت د موټر د سرعت زیاتوالی یاد شوی.

جنوبي کوریا له اړمنو افغانانو سره درې میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې

جنوبي کوریا له اړمنو افغانانو سره درې میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو اف پي) نن یکشنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" دغه درې میلیونه ډالره شوې مرسته به په افغانستان کې پر اړمنو ښځو او ماشومانو تر راتلونکو ۱۲میاشتو وویشل شي".

دا مرسته د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت له اړمنو افغانانو سره کړې ده.

د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوید بشارت خپل بلجیمي سیال مات کړ

جاوید بشارت
جاوید بشارت

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوید بشارت نن یکشنبه سهار د "پي‌اف‌ال" سازمان په لوبه کې خپل بلجیمي سیال موسار ایبرګیموف ته ماتې ورکړه.

د ازادو سیالیو په لوبو کې دا د ښاغلي بشارت۱۷مه بریا وه.

د ازادو سیالیو بل لوبغاړي نصرت حق پرست بیا د "یواف‌سي" سازمان په سیالۍ کې نن له خپل امریکايي سیال کریس پادیلا ماتې وخوړه.

دا د ښاغلي حق پرست اوومه ماتې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG