د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۵

نور: بهرني هېوادونه د خپلو ګټو لپاره افغانستان کې جنګیږي


د بلخ دولتي چارواکو، د یني عالمانو او مدني فعالانو په ګډه سره د یوې غوڼدې په ترڅ کې د طالبانو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د جکړې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

یادې غوڼدې ته د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور هم خبرې وکړې او په هېواد کې یې د بهرنیانو حضور د هغوی د ګټو او منفعتونو د ترلاسه کولو پر اساس وباله.

نور وویل چې بهرنیان په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي ساتلو او ترلاسه کولو په خاطر جنګېږي.

هغه زیاته کړه:

"لږ هېوادونه هم نi دي چې د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره افغانستان کې حضور لري او جنګ ته دوام ورکوي، دوی له افغانستان څخه د خپلو استراتیژیو د عمق په توګه کار اخلي. که نن ګټه د اروپا ده خو جنګ یې په افغانستان کې پر مخ بیول کېږي."

نور وویل چې د یوې منسجمې ارادې نشتون، د سیاسي پوهې نه موجودیت او د قدرت پر سر د رهبرانو اختلاف او ورسره د هغوی له لوري قومي او سمتي مسایلو ته لمن وهل هغه څه دي چې یادې غوښتنې یو به یې هم د هېواد په ګټه تمام نشي.

ښاغلي نور زیاته کړه چې افغان حکومت باید د طالب وسله والو په وړاندې جدي مبارزه په مخ کې ونیسي او نور دې د دولت مخالفو وسله والو د مکر فریب ونخوري.

د بلخ والي د اسیا د زړه هېوادونو کنفرانس، څلور اړخیزې غونډې او پاکستان ته د افغاني چارواکو سفرونه د سولې د راوستلو په برخه کې بې پایلې او غیر مثمر هڅې په ګوته کړل.

هغه زیاته کړه چې طالب وسله وال د خپلو جنګي امکاناتو او تجهیزاتو د برابرولو په خاطر د ژمي په موسم کې افغان دولت ته د سولې د ترسره کولو وړاندیز کول او په اوړي موسم کې بیا خپل نوي عملیات اعلانوي چې دا د هغوی د دوه مخي سیاست ښکارندويي کوي او ښايي چې دوی په هېڅ قیمت سولې ته نه حاضریږي:

"صداقت نشته دا یوه فرصت طلبي وه، ترڅو وخت ترلاسه کړي او ځان اکمال او تجهیز کړي، دوی به خپلو حملو ته شدت بخښي او جنګ به ترسره کوي."

هغه وویل چې طالبان د غرب او خاصتاً د غربیانو په ملاتړ تجهیزات ورته مساعد کېږي او د جګړې په بدل کې پیسې ترلاسه کوي.

ګن شمېر د یني علمان هم د طالبانو لخو د افغان امنیتي سرتېرو او ولسي کسانو په وړاندې د مرګونو حملو ترسره کول غندي او هغه د اسلامي اصولو او احکامو خلاف عمل بولي:

"د طالبان دا عمل چې د دولت په وړاندې جنګیږي د اسلامي اصولو او احکام خلاف دی، اسلام حتا د هغه انسان چې کافر دی بې دلیله وژنه یې حرام ګنلې ده، کوم کار چې دوی کوي کفر کې هم نه دی جایز."

"موږ د هغه افغان سرتېرو او ملکي کسانو وژنه چې د خپل ناموس او هېواد ساتنه او حراست کوي په کلکو ټکو غندو او مخالفینو ته وړاندیز کوو چې له دې ورانکارو او وحشي فعالیتونو لاس په سر شي."

تر دمه طالب وسله والو او یا هم د افغان حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې د یادو څرګندو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG