د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

په شمالي ولایتونو کې د جګړو زور اندېښنې پيدا کړي


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، د شمالي ولایتونو د ځینو سیمو د سقوط د مخنیوي لپاره، له ولسمشر سره ګوري.

د افغانستان په شمال کې د جګړو زور، اندېښنې راپارولې دي.

د مشرانو جرګې ځیني غړي خبرداری ورکوي چې که شمالي ولایتونو ته جدي پام ونه شي، ممکن وسله وال طالبان په کې ډېرې سیمې ولکه کړي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلمیار وايي، په شمالي ولایتونو کې د طالبانو د مخنیوي لپاره باید، ډېر ځواکونه او درنې وسلې واستول شي.

ښاغلي مسلمیار وايي، د شمالي ولایتونو د وضعیت په اړه به ډېر ژر، له ولسمشر سره خبرې وکړي.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"په شمال یا په مجموع کې په ټول افغانستان کې د جنګ د محارولو لپاره موږ اداري پلاوی مکلفیت لرو چې جمهوررئیس او نورو مشرانو سره اړیکي ونیسو څو دغو سرتېرو ته چې قرباني ورکوي، نور ځواکونه واستوي."

په شمال کې ناامني هغه مهال زیاته شوه چې تېر کال د میزان په میاشت کې د کندز ښار په موقته توګه د طالبانو لاس ته ورغی.

دا ښار د څو ورځو لپاره د طالبانو په ولکه کې و خو افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې دغه ښار له طالبانو وژغوره خو مقابلې لورې په نورو شمالي ولایتونو کې خوځښتونه پیل کړل.

اوسمهال طالبان بیا هڅې کوي چې د کندز ښار ونیسي.

د د فاع وزارت وايي، دا ځل د وسله والو مخالفینو مخه نیول شوې ده.

د مشرانو جرګې ځیني غړي وايي، طالبانو په تېر ژمې کې د کندز پروړاندې د حکومت له نه پاملرنې څخه ګته اخیستې او ځانونه یې تجهیز کړي دي.

د مشرانو جرګې غړی عظیم قویاش وايي، وسله وال طالبان په شمال کې له څو ورځو راهیسې له امنیتي ځواکونو سره په جنګ کې دي او تر اوسه یې د سرپل ولایت ځینې سیمې نیولي دي:

"وضعیت په بشپړه توګه د اندېښنې وړ دی، سرپل د سقوط په حال کې دی،له دوو ورځو راهیسې چې عمري عملیات پیل شوی، د صیاد ولسوالۍ څو کلي او د سرپل ځینې سیمي طالبانو قبضه کړي دي، خلک د جوزجان او بلخ په لور په تېښته کې دي، دجوزجان او فاریاب څو سیمې له خطرسره مخ دي،که په سرپل کې عملیات ونه شي ټول ولایت به سقوط شي."

د افغانستان د د فاع وزارت پخوا تردې ویلي چې امنیتي ځواکونه په روان کال کې د وسله والو مخالفینو پروړاندې د هر ډول مبارزې توان لري.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي:

"د د ښمن جنګ او خوځښتونه تاییدوو، خو په دې جنګ کې د ښمن سخت ګوزار خوړلی او تلفات یې لیدلي دي، هیڅوک باید دا خبره ونه کړي چې په شمال کې کوم ولایت یا ولسوالۍ سقوط شوې ده، په سیمه کې عملیات روان دي او ځواکونه مو د تعرض په حال کې دي."

همدارنګه د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وايي، همدا اوس د بدخشان ولایت په شاوخوا، دولسو ولسوالیو کې جنګ روان دی.

د راپورونو له مخې اوسمهال سرپل، جوزجان، فاریاب، کندز او بدخشان هغه ولایتونه دي چې د سناتورانو په خبره جنګ په کې روان دی او حکومت ته پکار ده چې ژر تر ژره یادو سیمو ته نوي ځواکونه ولېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG