د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

مردان کې پر حکومتي ودانۍ ځانمرګي بريد ١١ تنه ټپيان کړي


د خيبر پښتونخوا صوبې په مردان ښار کې د ايکسائز اينډ ټيکسټېشن په نامه پر يوه حکومتي دفتر ځانمرګى بريد شوى چې د چارواکو په وينا ګڼ کسان پکې ټپيان شوي دي.

د مردان ځايي امنيتي چارواکو ځايي رسنيو ته ويلي چې پر دغه حکومتي ودانۍ ځانمرګى بريد د سې شنبې په ورځ سهار شوى چې په نتيجه کې يې لږ تر لږۀ ١١ کسان ټپيان شوي دي.

د چارواکو په خبره، ځانمرګي بريدګر دفتر ته تر دننه کېدو وروسته لومړى ډزې وکړې او بيا يې ځان پورې تړلي بارودي مواد والوځول.

ددغې بريد په ټبيانو کې درې درې ماشومان هم شامل دي او چارواکي وايي، چې د ٣ ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

له بلې خوا د مردان يوه جګپوړي امنيتي چارواکي فيصل شهزاد فرانسپريس خبري اژانس ته پخلى کړى چې پر مردان پر حکومتي ودانۍ بريد ځانمرګى و او زياتوي چې په دې کې له ٨ تر ١٠ کيلو چاودېدونکي مواد کارولي وو.

امنيتي ځواکونو پر حکومتي ودانۍ تر بريد وروسته سيمه محاصره کړې او تلاشي عمليات يې پيل کړي دي.

په عين حال کې د ريسکيو ١١٢٢ ژغورونکې ادارې غړي هم د پېښې ځاى ته رسېدلي او عمليات يې پيل کړي دي.

مردان تر پېښور وروسته د خيبر پښتونخوا صوبې دويم ستر او پر نفوسه ښار ګڼل کېږي.

په دې ښار کې د تېر کال په دسمبر مياشت په ٢٩مه نېټه هم د نادرا په نامه پر يوه حکومتي دفتر ځانمرګى بريد شوى و، چې ٢٦ کسان پکې مړه او تر ٥٠ زيات پکې ټپيان شوي وو.

که څه هم په مردان کې د ننني ځانمرګي بريد مسؤليت کومې وسله والې ډلې نه دى منلى، خو تر دې مخکې د تېر کال په دسمبر مياشت کې پر نادرا دفتر د ځانمرګي بريد مسؤليت له تحريک طالبان پاکستان څخه بېلې شوې ډلې جماعت احرار منلى و.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان ګڼو سياستوالو په مردان کې ځانمرګى بريد غندلى دى.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG