تمه ده چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د پایپ لاین یا ټاپي پروژې د کار د پرمختګ په اړه هرات کې سیمه ییز کنفرانس جوړ شي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان او ترکمنستان د حکومتوتنو جګپوړي چارواکي برخه واخلي.
فرهاد زیاته کړه په دې غونډه کې به د ټاپي د اهمیت او د دې پروژې د امنیت د ټينګولو پر لارو چارو بحث وشي.
هغه وویل، د هرات والي هیله ښودلې چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د پایپ لاین یا ټاپي د پروژې د رغونې کار له ټاکلي وخته مخکې پیل شي.