د ټاپی پایپ لاین او په افغانستان کې دسولې لور ته لارې د نیو یارکر «The New «Yorker ورځپاڼې د یوه مطلب عنوان دی.
ټاپي پاکستان او هند ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د رسولو د سترې پروژې نوم دی.
ورځپاڼې د خپل عنوان لاندې یو عکس هم خپور کړی چې په هغه کې جمهور رئیس اشرف غني لیدل کېږي چې اسلام آباد ته یې د خپل وروستي سفر پر مهال د پاکستان صدراعظم نواز شریف ته لاس ورکړی دی.
نیو یارکر وړاندې لیکي: کله چې د افغانستان جمهور رئیس د دسمبر په ۱۰ له اسلام آباده خپل هېواد ته ستون شو نو د طالبانو په یوه برید او د ملي امنیت د رئیس رحمت الله نبیل په استفعا یې هرکلی وشو. د کندهار په هوايي ډګر برید شاوخوا ۵۰ کسه ووژل.
ورځپاڼه زیاتوي چې رحمت الله نبیل یوه ورځ مخکې په فېس بوک کې د خپلې استعفا دلایل څرګند کړي وو او ویلي وو چې له ځینو پالېسیو سره موافق نه دی.
نیو یارکر لیکي چې جمهور رئیس اشرف غني په اسلام آباد کې د آسیا زړه پروسې په کلني کنفرانس کې چې د افغانستان د ملاتړ لپاره یو سیمه ییز مناسبت دی برخه واخیسته.
د ورځپاڼې په وینا سره له دې چې پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو په فعالیت سترګې پټوي خو د دغه هېواد صدراعظم نواز شریف یو ځل بیا خپلې پخوانۍ خبرې تکرار کړې او د افغانستان دښمنان یې د پاکستان دښمنان وګڼل.
خو په ورته وخت کې رحمت الله نبیل په فېس بوک کې ولیکل چې همدغه طالبان د موږ د هېوادوالو زرګونه لیتره وینه تویوي.
ورځپاڼه لیکي څلور ورځې وروسته کله چې جمهور رئیس اشرف غني په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې له پرانیستو وروسته خپل هېواد ته ستون شو بل ډول هرکلی یې وشو، ځوانانو سره یې په ارګ کې ولیدل او د افغانستان څو ولایتونو د ټاپی د هرکلي لپاره غونډې جوړې کړې.
نیو یارکر لیکي: دغه پروژه چې د هند او پاکستان د انرژۍ اړتیاوې پوره کوي او هر کال به افغانستان ورڅخه څلور سوه میلیونه ډالر ترلاسه کوي ټاکل شوې چې په ۲۰۱۹ کال کې بشپړه شي.
ورځپاڼه زیاتوي چې د یوه پایپ لاین جوړول او اسلامپالو یاغیانو سره سوله کول کېدای شي دوه مختلفې پروژې وګڼل شي خو دا کوم تصادف نه دی چې اشرف غني، نواز شریف او د سیمې نور مشران د دواړو دغو پروژو لپاره د آسیا جنوب څخه مرکزي آسیا ته تګ راتګ کوي.
په داسې حال کې چې نیو یارکر ورځپاڼې د ټاپي پروژې او په سیمه باندې یې د اغېزو په هکله یو مطلب خپور کړی دی.
ګارډین
ګارډین ورځپاڼه لیکي چې د ۲۰۱۵ کال پېښې او واقعات د جمهور رئیس اشرف غني لپاره ډېر ناوړه وو.
ګارډین زیاتوي: په داسې حال کې چې طالب یاغیان له خپلمنځي اختلافاتو سره مخامخ دي د افغانستان په حکومت کې هم دغه ډول داخلي اختلافات شته او جمهور رئیس اشرف غني ډېر کم هغه څه ترسره کړي چې د پرمختګ په هکله د ده له علمي تخصص او د پام وړ نظریاتو څخه ښکاري.
ګارډین لیکي: د افغانستان د اوضاع ناوړتوب څه نوې خبره نه ده او دغه هېواد له کلونو راهیسې دغه ډول وضعیت لري خو په ۲۰۱۵ کال کې طالبانو نورې سیمې ونیولې، دولتي ځواکونو ډېر تلفات درلودل او د امریکا جمهور رئیس په تېر اکتوبر میاشت کې اعلان وکړ چې د دغه هېواد عسکر به تر ۲۰۱۷ کال پورې په افغانستان کې پاتې وي.
ورځپاڼه زیاتوي چې امریکايي عسکر په افغانستان کې یوازې پاتې کېږي نه او مأموریت به یې د افغان ځواکونو یوازې روزنه او څارنه نه وي بلکې په څرګند ډول ښکاري چې په جنګ کې به هم برخه واخلي.