د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۱۳

اشرف غني: د ټاپي په برخه کې ستاسې مرسته غواړم


د افغانستان جمهوررييس اشرف غني د کندهار او څلورو نورو جنوب غربي ولایتونو له اوسیدونکو وغوښتل چې د ټاپي د پروژې په پلي کولو کې له حکومت سره مرسته وکړي.

جمهور ريیس دا غوښتنه د چهارشنبې په ورځ په کندهار ښار کې د سیمې له سپین ږیرو او مخورو څخه وکړه.

په ورته وخت کې د کندهار ښار د خصوصي سکتور استازو له جمهور ريیسه، د تولیدي فابریکو او صنعتي فعالیتونو لپاره، د برښنا د راوستلو هیله وکړه.

جمهور ريیس اشرف غني د کندهار او هغو څلورو ولایتونو له اوسیدونکو چې د ټاپي د پروژې په لاره پراته دي، وغوښتل چې د دې پروژې له پلي کولو سره دې مرسته وکړي.

ښاغلي غني د ټاپي پروژه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمه وګڼله او ویي ویل، دا پروژه نه یوازې دا چې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان ګاز لیږدوي بلکې له پنځه سوه میګا واټو برښنا څخه به يې په هېواد کې ګټه واخیستل شي.

ښاغلي غني دا خبرې د چهارشنبې په ورځ په کندهار ښار کې د سیمي له سپین ږیرو او مخور سره په یوې ناسته کې وکړې:

"د ټاپي په برخه کې له ستاسې څخه مرسته غواړم، امنیتي سکتور څخه، والي صاحب څخه او د ټولو پنځه ولایتونو له والیانو، عسکري ځواک او په تیره له اوسه مرسته غواړم. دا زموږ او ستاسې راتلونکې ده."

ټاپي هغه پروژه ده چې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې، پاکستان او هندوستان ته لیږدوي.

په پام کې ده چې دا پروژه تر دوه زره نوولسم میلادي کال پورې بشپړه شي او افغانستان به یې له ترانزیټه هر کال، څلور سوه میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي.

په جوړې شوې ناسته کې د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسوولینو جمهور ريیس ته، په هغه ولایت کې د امنیت د ښه والي ډاډ ورکړ او هیله یې ځینې وکړه چې دې ښار ته دې، د برښنا په راوستلو سره، د تولیدي فابریکو، صنعتکارانواو سوداګرو ستونزې اوارې کړي.

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رييس نصراله وویل، له کابو څوارلسو کلونو راهیسې د برښنا نشتوالی، د دوې فعالیتونه ځنډولي دي.

ده وویل، که د برښنا ستونزه يې اواره شي، د فابریکو له فعالیدو سره به، زرګونو خلکو ته د کار زمیني برابرې شي:

"که زموږ د برښنا ستونزه حل شي، زموږ سوداګر زړه ښه کوي چې پانګې واچوي، که له حکومت سره په ګډه وي او که یوازې د خصوصي سکتور له خوا وې. له دې سره به زموږ ډیر خلک په کار اخته شي."

ښاغلي غني د کندهار اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د ترکمنستان د وارداتي برښنا پنځه کېلو واټه برښنا چې د ټاپي پروژې ترڅنګ تیریږي، د خلکو ستونزې اوارې کړي.

د افغانستان خلک سره له دې چې د ټاپي پروژه د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره مهمه ګڼي، پرامنیت یې هم اندیښنه ښيي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG