د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

ایسا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په چوکاټ کې مدغمیږي


افغان حکومت په پام کې لري چې د پانګونې څخه د ملاتړ اداره یا ایسا د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په چوکاټ کې مدغم کړي.

د سوداګری وزارت چارواکي د دې مطلب له څرګندولو سره وايي چې دا ګام خصوصي سکتور او پانګه والو ته د زیاتو سهولتونو د رامنځته کولو په خاطر کیږي.

د پانګونې څخه د ملاتړ ادارې ریس قربان حقجو بیا د حکومت دا اقدام د هېواد د اقتصاد په ګټه نه بولي.

په داسې حال کې چې پانګه والو ته د سمو زمینو او لازمو فعالیتونو د نه برابرولو په اړه د څه مودې راهیسې په هېواد کې اندیښنې ډيرې شوي، افغان حکومت پریکړه کړې چې د کارونو د ښه کیدو په خاطر د سوداګرۍ د برخې ځيني ادارې سره یوځای کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي چې پانګه والو ته د ډيرو سهولتونو د رامنځته کیدو په خاطر افغان حکومت د ایسا اداره د سوداګرۍ په وزارت کې مدغموي.

قربان حقجو وویل چې دا اقدام باید د ایسا ادارې لاسته راوړنې وساتي او د خصوصي سکتور خدمات اغیزمن نه کړي.
قربان حقجو وویل چې دا اقدام باید د ایسا ادارې لاسته راوړنې وساتي او د خصوصي سکتور خدمات اغیزمن نه کړي.

د یاد وزارت مرستیال عبدالباري رحماني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې اوس یې په وزارت کې د پانګونې څخه د مدیریت په برخه کې لازم ظرفیت جوړ شوی دی.

ښاغلي رحماني زیاته کړه:

"په مجموع کې د حکومت هڅه دا ده چې پانګه اچوونکو ته سهولتونه جوړ کړي، یوازې د پانګې اچونې لپاره د جواز په اخیستلو خلکو ډير وخت ضایع کاوه، په زیاتو ځایونو کې یې راجسټرکاوه خو اوس پروسه داسې په نظر کې نیول شوې چې موږ وکولای شو ټول کارونه یوځای همغږي کړو او د یوه واحد مرکزه متشبثینو او پانګه والو ته د فعالیت په برخه کې سهولت رامنځته کړو."

ښاغلی رحماني وايي چې د سوداګرۍ په وزارت کې د دې ادارې له مدغمېدو سره به د ایسا ادارې کارکوونکو ته هیڅ کاري خطر متوجه نه شي.

دا څرګندونې داسې وخت کیږي چې د پانګونې څخه د ملاتړ ادارې د مدغم کیدو په اړه د حکومت په اقتصادي عالي شورا کې بحث شوی دی.

په همدې حال کې د پانګونې څخه د ملاتړد ادارې رییس قربان حقجو ازادي راډيو ته وویل چې دا اقدام باید د دې ادارې لاسته راوړنې وساتي او د خصوصي سکتور خدمات اغیزمن نه کړي.

ښاغلي حقجو زیاته کړه:

"هغه ظرفیتونه چې په دولت کې شته او هغه زیانونه چې زموږ ادارې یې د فساد له ناحیې لري دا اقدام قطعاً د افغانستان د اقتصاد په ګټه نه ده او زه یې طرفداره نه یم، زه فکر کووم یوه اداره چې له ۱۳کلونو راهیسې د قانون پر اساس جوړه شوې او بیا دا ډول پای ورکول کیږي په هیڅ وجه د هېواد په ګټه نه ده."

د پانګونې څخه د ملاتړ یا ایسا ادارې په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د سوداګریز جوازونو د ورکړې او په افغانستان کې د پآنګونې څخه د ملاتړ په خاطر په کار پیل کړی دی.

په تېره څه باندې یوه لسیزه کې دې ادارې ټول سوداګریز او د پآنګې اچونې فعالیتونه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت تر نظر لاندې تر سره کول.

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا د دې اقدام په اړه وايي چې په اوس وخت کې د سوداګرۍ وزارت د ایسا ادارې د مدیریت توان نه لري.

د پوهنتون استاد سیف الدین سیحون په دې اړه وايي:

"زما په باور که دا اداره د سوداګرۍ له وزارت سره یو ځای کیږي یوه اندازه نړېوال، ټولنیز او د پانګه اچونکو ملاتړ له لاسه ورکوي، ځکه چې په دولت د خلکو بې باوري ډيره ده نو خپلواکه اداره د هېواد په ګټه تمامیږي."

بل خوا دا اقدام داسې وخت کېږي چې ځينو پانګه اچوونکو د ایسا ادارې مشرتابه په قومي او ژبنیو تعصباتو هم تورنه کړې خو دا هغه ادعا ده چې د دې ادارې مسولینو بیا-بیا رد کړې ده.

د اقتصادي چارو افغان کارپوه استاد سیحون ټینګار کوي چې د ملي وحدت حکومت باید په هېواد کې د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو په خاطر داسې اصلاحات راولي چې هر اړخیز وي او د اشخاصو ټاکل د ژمنتیا او مسلکیتوب په اساس وي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG