په افغانستان کې ایسا یا له پانګونې څخه د ملاتړ اداره له روسیې سره اقتصادي اړیکې او په دغه هېواد کې د روسي سوداګرو پانګونه ګټوره بولي.
د ایسا ادارې د پانګونې برخې مرستیال محمد ابراهیم شمس وایي چې د دواړو هېوادونو پانګوال دې ته لیواله دي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ پانګونه پراخه شي.
د موضوع په اړه زموږ همکارې نجیبې زمان د ښاغلي شمس سره مرکه کړې او په سرکې یې په افغانستان کې د روسانو د پانګونې د اهمیت په اړه پوښتلي دي: