د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

حقجو: د حکومت خپلمنځي اختلافاتو پر پانګونې بده اغېزه کړې


د افغانستان د پانګونې د ملاتړ اداره یا ایسا وایي چې د ملي وحدت حکومت دوه ټیمونه لا هم په خپلو کې نه دي جوړ او د دوی ترمنځ اختلافاتو پر پانګونې بده اغېزه کړې ده.

د ایسا ادارې مشر محمد قربان حقجو وایي، که چېري دا مساله حل نه شي هېواد به له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ شي.

خو حکومت وایي چې د دوی ترمنځ اختلافات نشته او د خصوصي سکتور د پياوړتیا لپاره جدي پاملرنه کوي.

د افغانستان د پانګونې د ملاتړ اداره یا ایسا وايي چې اوس هم د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې دوه ډلې او دوه ټېمونه مطرح دي او دواړو ډلو ته د رسېدلو وزارتونو ترمنځ تبعیض امېزه او توپيري چلند موجود دی.

د دغې ادارې مشر محمد قربان حقجو وایي چې یاد چلند د هېواد پر اقتصادي وضعیت هم منفي تاثیر کړی دی.

ښاغلي حقجو د شنبې په ورځ د پانګونې د وضعیت په اړه یوه غونډه کې وویل:

"بدبختانه چې اوس هم تبعیض وجود لري؛ اوس هم دوه ټيمونه دي، هغه وزارت خانې چې یوه ټیم ته رسېدلې یوې خوا ته دي او هغه چې بلې خواته رسېدلې بل طرف ته دي؛ د دغه سند ټول یاداښتونه او وړاندیزونه باید د دولتي مسوولینو له خوا جدي ونیول شي او ټولي اړوندې ادارې په خپلو موجوده او راتلونکو پروګرامو کې د کاري اولیت په ډول په نظر کې ونیسي."

ښاغلي حقجو خبرداری ورکړ که د ملي وحدت حکومت مشران تر خپل منځ اختلافات حل نه کړي؛ پانګونه او اقتصادي پياوړتیا به نوره هم اغېزمنه او ټکنۍ شي.

ایسا ادارې په دې ورځ د پانګونې لپاره یوه تګلاره هم حکومت ته وړاندې کړه چې په کې ستونزې او حل لارې په ګوته شوې دي.

د پانګونې د تشویق لپاره د ستراتیژۍ نشتوالی؛ د قوانینو د عملي کېدو په برخه کې د دولتي ادارو ترمنځ نه همغږي؛ د هېواد را تلونکي سیاسي ثبات په اړه د پانګوالو اندېښنې ایسا د مهمو ستونزو په توګه یادې کړي دي.

دوی وایي، د لازم امنیت نشتوالی، اداري فساد، کافي ټرانسپورټي امکاناتوته د پانګوالو نه لاس رسی، پېچلی مالیاتي سیستم نورې ستونزې دي چې پانګه اچوونکی ورسره مخامخ دي.

د افغانستان د پانګوني څخه د ملاتړ ادارې مسوولین وايي چې د پانګونې د دغه ملي تګلارې سند یې د یو شمېر سکټوري وزارتونو او خصوصي سکټور سره په همغږۍ برابر کړی او حکومت ته یې سپارلی دی.

دا انتقادونه وروسته تر هغه کېږي چې ولسمشر غني د سیمي او اروپايي هېوادونو ته په وروستي سفر کې بهرني پانګه وال په افغانستان کې د کانونو او بنستیزو پروژو په برخه کې پانګونې ته وهڅول.

خو د حکومت اجرائیه ریاست وایي چې د پانګونې لپاره جوړه تګلاره باندې به غور کوي او ډاډ ورکوي چې د حکومت ترمنځ اختلافات نشته او په همغږۍ سره د خصوصي سکتور ملاتړ کوي.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي:

"د خصوصي سکټور او د ملي سوداګرو غوښتونو اوړندیزونو ته په جدي ډول رسیده ګي کېږي، د ملي وحدت حکومت دواړه ټیمونه چي فعلا دهمدي دوو ټیمونو څخه تشکیل شوی د یوه واحد حکومت په ډول عمل کوي."

ایسا وایي چې د نا امنیو او له هېواده د خلکو د تېښتې له امله د پانګونې کچه هم کمه شوې ده.

له دې سره سره د اقتصادي چارو افغان کارپوه سهراب بهمن وايي چې له افغانستان سره نړېوالې مرستې په کمېدو دي او حکومت ته په کار ده چې د یوې اقتصاد محوره بهرني سیاست په درلودلو د پانګه والو امنیت خوندي او د فعالیت اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

بهمن وایي، که حکومت پراختیايي سیاست رامنځته نه کړي او خصوصي سکټور تشویق نه شي، د بېکارۍ له امله به له هېواده د ځوانانو تېښته افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ کړي چې بېرته وتل به یې کلونو وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG