د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

قربان حقجو: د پانګې اچونې په کچه کې ۲۲ سلنه کموالی راغلی


د افغانستان د پانګونې څخه د ملاتړ ادارې یا ایسا مسوولین وايي چې د پانګونې په وړاندې د پرتو ستونزو له امله د تېر کال په پرتله د روان کال په درېیمه ربع کې د پانګونې په کچه کې۲۲سلنه کموالی راغلی دی.

د ایسا ادارې مشر محمد قربان حقجو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پرمهال نا امني، ادارې فساد، د سیاسي او اقتصادي ثبات نشتوالی، امکاناتو ته د افغان پانګوالو نه لاس رسی او د خصوصي سکټور ضعف د پانګونې د کچې د راټيټېدو له عمده لاملونو څخه یاد کړل.

د افغانستان له پانګونې څخه د ملاتړ اداره یا ایسا وايي؛ د افغان سوداګرو په وړاندې پرتو خنډونو په هېواد کې د پانګونې د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

د ایسا ادارې مشر محمد قربان حقجو د سه شنبې په ورځ په کابل کې د "پانګونې د کچې وضعیت ته د کتني" په نوم غونډه کې د یو لړ نورو ستونزو ترڅنګ د امنیت نشتوالی او ادارې فساد د خصوصي سکټور په وړاندې د لویو خنډونو په توګه یاد کړل.

هغه وویل چې د افغانستان اقتصادي وضعیت له یوه ګونګ حالت سره مخ دی او افغان سودا ګر هم پانګې اچونې ته زړه نه ښه کوي.

ښاغلي حقجو زیاته کړه چې د یادو ستونزو له امله د تېر کال د درېیمې ربعې په پرتله په روان کال کې د پانګې اچونې په کچه کې ۲۲ سلنه کموالی راغلی دی.

"شپږ عمده ستونزې دي نا امني، د اقتصادي سیاسي ثبات نشتوالی؛ ادراې فساد، کمزورې زیربناوي، پولي امکاناتو مسلکي افرادو او پرمختللي ټکنالوژۍ ته د پانګوالو نه لاس رسی؛ په وچه کې د افغانستان پاتې کېدل او د خصوصي سکټور کمزوري دا زموږ لوی اقتصادي ننګونې دي."

ښاغلي حقجو له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د خصوصي سکټور په وړاندې پراته خنډونه لري او د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي.

ایسا ادارې د پانګونې په وړاندې د پرتو خنډونو د پېژندلو او د حل د لارو چارو د پيدا کولو په هدف د سې شنبې په ورځ د حکومت د لوړ پوړو چارواکو یوه غونډه رابللې وه چې هدف یې افغان حکومت ته د پانګونې په وړاندې د پرتو خنډونو په ګوته کول وو.

ګډونوال په خپله نننۍ غونډه کې د پانګونې په وړاندې پر پرتو خنډونو او حل لارو بحث کوي چې د دوی په وینا؛ وروسته به د یادو بحثونو یوه جامع ستراتیژي افغان حکومت ته هم وسپاري.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د خصوصي سکټور په وړاندې یو لړ ستونزې تایید کړې؛ خو زیاته یې کړه چې حکومت یې د هواري هڅې کوي.

ښاغلي عبدالله وویل چې اداري فساد دوی ته میراث پاتې دی او دوی یې د مخنیوي هڅې پيل کړې دي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې افغان حکومت د خصوصي سکټور پوره ملاتړ کوي او هڅه به وکړي چې په وړاندې یې پراته خنډونه لري کړي:

"موږ د خدای (ج) او ستاسو په مرسته دا ژمنه کوو چې په دې برخه کې د ملي وحدت حکوت د قوي ارادې او عزم په اړه درته ډاډ در کوو چې ان شاءالله هېڅ داسې موضوع چې تاسو ورته توجه کړې وې زموږ له نظره به سطحي تېره نه شي؛ تاسو به یې حتماً نتیجه ووینئ.”

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د پانګونې څخه د ملاتړې ادارې خصوصي سکټور په وړاندې د پرتو خنډونو څخه شکایت کوي.

دوی وايي چې تر دې وړاندې هم په وار ـ وار خپلې ستونزې د افغان حکومت سره شریکي کړي؛ خو د حکومت ژمنې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شوې دي.

د خصوصي سکټور مسوولینو له حکومت څخه وغوښتل چې د پانګونې په برخه کې د سهولتونو د رامنځته کېدوعملي ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG