د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

"د کډوالو هیڅ راستنېدونکې الوتکې ته به د ناستې اجازه ورنه کړل شي"


صلاح الدین رباني
صلاح الدین رباني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، هغې الوتکې ته به په کابل کې د کېناستو اجازه ورنه کړي چې له اروپا څخه په کې په زوره یا ان داوطلب افغان کډوال راوستل شوي وي.

صلاح الدین رباني نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، که اروپایې هېوادونه وغواړي چې افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسي دوی به یې امنیتي مسئولینو ته ویزې ورنه کړي.

د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی رباني وایي، د دوی ټینګار دا دی چې له اروپایي هېوادونو څخه د افغان کډوال په زوره را ایستل ورته د منلو نه دي.

صلاح الدین رباني د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، مسئولینو ته یې داسې لارښونه کړې چې هغو الوتکو ته په کابل کې د کیناستو اجازه ورنه کړي چې په اجباري ډول یا ان په داوطلبه توګه له اروپا څخه افغانستان ته راوستل کیږي.

ښاغلي رباني زیاته کړه:

"ټولو سیاسي نماینده ګیو او قونسلګیرو ته هدایت ورکړل شوي چې په راتلونکي هغهچارتر طیارو ته چې افغان پناه غوښتونکي ان داوطلب کډوال هم په کې سپاره وي د ښکته کېدو اجازه دې نه ورکول کیږي."

له دې وړاندې بیا افغان حکومت هغه ۱۲۰ کډوال منلي چې له جرمني څخه په خپله خوښه په یوه الوتکه کې کابل ته را انتقال شول.

صلاح الدین رباني له افغان کډوالو سره په ښه چلند د ټنیګار ترڅنګ وویل، هڅې روانې دي چې د افغان کډوالو د پناه غوښتنې او د ستونزو د حل په هدف له اروپايي ټولنې سره تفاهمنامې لاسلیک شي.
صلاح الدین رباني له افغان کډوالو سره په ښه چلند د ټنیګار ترڅنګ وویل، هڅې روانې دي چې د افغان کډوالو د پناه غوښتنې او د ستونزو د حل په هدف له اروپايي ټولنې سره تفاهمنامې لاسلیک شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په استجوابیه غونډه کې همدارنګه وویل، سیاسي نماینده ګیو او قونسلګرېو ته یې لارښونه کړې څو د هغو هېوادونو امنیتي ساتونکو ته چې افغان کډوالو په زور وباسي د افغانستان ویزې ورنه کړي.

صلاح الدین رباني له افغان کډوالو سره په ښه چلند د ټنیګار ترڅنګ وویل، هڅې روانې دي چې د افغان کډوالو د پناه غوښتنې او د ستونزو د حل په هدف له اروپايي ټولنې سره تفاهمنامې لاسلیک شي.

د افغان حکومت د معلوماتو په اساس تېر میلادي کال ۲۵۰ زره افغان کډوالو په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه ورکړي دي.

د کډوالو چارو وزیر وایي، له دې ډلې د ۴۰ فیصدو غوښتنلیکونه رد شوي او اروپایي هېوادونه هڅه کوي چې دوی بیرته افغانستان ته راستانه کړي.

سید حسین عالمي بلخي د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې له اروپايي هېوادونو سره په خبرو کې دې نتیجې ته رسېدلي چې تراوسه د افغان پناه غوښتنو په زور اخراج څخه ډډه وکړي.

ښاغلی بلخي ټینګار کوي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې له اروپايي هېوادونو سره په شوېو تفاهمنامو له سره کتنه وشي.

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

"د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پخوا له یو شمېر اروپايي هېوادونو سره تفاهمنامې درلودې چې اوسني وضعیت ته په کتو ځواب ورکوونکې نه دي د پناه غوښتنکو د حقونو د تامین په منظور باید د نړېوالو او ملي بنسټونو په مرسته له سره ورباندې کتنه وشي، د بیا کتنې طرحه هم چمتو شوې او هغه هېوادونو ته لېږل شوې چې تفاهمنامې ورسره لرو."

ښاغلی بلخي ټینګار کوي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې له اروپايي هېوادونو سره په شوېو تفاهمنامو له سره کتنه وشي.
ښاغلی بلخي ټینګار کوي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې له اروپايي هېوادونو سره په شوېو تفاهمنامو له سره کتنه وشي.

​د ترکیې او اروپایي ټولنې ترمنځ د نوې پریکړې له مخې، هغه کډوال چې د مارچ له شلمې وروسته یونان ته رسیدلي هغه به بیرته ترکیې ته راستول کیږي او ترکیې ویلي چې خپلو هیوادونو ته به یې لیږي.

د بهرنیو چارو وزیر وایي، د دغې ډلې کډوالو شمېر څو سوو ته رسیږي او د ترکیې له لارې به بیرته افغانستان ته راځي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې ۱۲ زره افغان پناه غوښتونکي د مقدونیه په سرحد کې اروپا ته د تګ په انتظار کې ورځې اوشپې سبا کوي.

کډوالۍ په دې وروستیو کلونو کې په یوه نړېوال بحران بدله شوې او اکثرو افغانانو هم د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله هېواد پریښي، د ملي شورا یو شمېر غړي وایي، افغان چارواکي باید هڅه وکړي چې اروپایي ټولنه دې ته وهڅوي چې کډوال ومني.

رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG