د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

ښایي د طالبانو د دوو ډلو نژدې والی د سولې بهیر ګړندی کړي


د طالبانو د ملا اخترمحمد منصور ډله وایي چې له دوی څخه یو مهم بېل شوی مشر ملاعبدالقیوم ذاکر بیرته ژمنه کړې ده چې ورسره یوځای شي.

اسوشیټېډ پریس اژانس راپور ورکوي چې له دې سره به له افغان حکومت سره د احتمالي سولې لپاره د طالبانو اختلافات لږ شي.

ملا ذاکر تېر اوړی د ملا محمد عمر د مړینې د خبر تر خپریدو وروسته د ملااخترمحمد منصور له مشرۍ سره مخالفت وکړ.

د طالبانو دوو مشرانو ملا محمد غوث چې د دوی د رژیم پر مهال د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی او ملا ګل رحمان سلیم چې د دوی د شورا غړی دی، اسوشیټېډ پریس اژنس ته ویلي دي چې ملا ذاکر په وروستیو کې موافقه کړې چې له ملا منصور سره اختلافات پای ته رسوي.

د طالبانو د ملا محمد رسول د ډلې ویاند او مرستیال ملا عبدالمنان نیازی ازادي راډیو ته وویل چې ده هم د ملا ذاکر په اړه اوازې اوریدلي دي، خو دا خبرې حقیقت نه لري.

تېره میاشت پاکستاني رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ملا محمد رسول په پاکستان کې نیول شوی دی. خو اسلام اباد دا راپورونه نه دي تایید کړي.

ملا ذاکر پخوا د طالبانو د پوځي کمېسیون مشر و. ده له ۲۰۰۱ کال وروسته چې د طالبانو رژیم نسکوره شو یوه موده په ګوانتنامو زندان کې هم تېره کړه.

د طالبانو د ملا محمد رسول د ډلې ویاند او مرستیال ملا عبدالمنان نیازی ازادي راډیو ته وویل چې ده هم د ملا ذاکر په اړه اوازې اوریدلي دي، خو دا خبرې حقیقت نه لري.
د طالبانو د ملا محمد رسول د ډلې ویاند او مرستیال ملا عبدالمنان نیازی ازادي راډیو ته وویل چې ده هم د ملا ذاکر په اړه اوازې اوریدلي دي، خو دا خبرې حقیقت نه لري.

د اسوشیټېډ پریس اژانس په وینا ملا ذاکر پخوا هم د ملا منصور سخت مخالفت نه کاوه او د ده ملاتړي په هلمند کې دي چې ټول طالبان لېواله دي چې په دې ولایت کې د مخدرموادو د قاچاق او کاروبار لپاره نفوذ ولري.

د ملا محمد رسول پلویان بیا تر ډیره د افغانستان په لویدیځ کې فعاله دي او په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې یو شمېر طالبان د کندز په ولایت کې د ملا محمد رسول له ډلې سره یوځای شوي دي.

په هرات کې له څو اونیو راهیسې د شینډنډ په ولسوالۍ کې د ملا محمد رسول او ملا اختر محمد منصور د پلویانو ترمنځ سختې جګړې روانې وې چې په وروستیو کې ورو شوې دي خو د پشت کوه په سیمه کې لا هم د دواړو ډلو تر منځ وخت په وخت نښتې کیږي.

راپور: اجمل صدیق

XS
SM
MD
LG