د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

"ملا منصور د سولې د خبرو سبوتاژولو په هدف له پاکستانه وتلی"


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان د سولې د خبرو په اړه ځني مطالب خپاره کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې د ځینو راپورنو په استناد لیکلي، طالبانو له پاکستاني چارواکو سره تر یوې محرمې ناستې وروسته ویلي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي.

سرخط لیکلي په دغه راپورونو کې راغلي چې د پاکستان د شدیدو فشارونو سره – سره طالبانو د سولې خبرو ته منفي ځواب ورکړی.

د سر مقاله لیکونکي په وینا د دې دلیل دا کېدای شي چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې دننه ځني پرمختګونه کړي دي او ځان ته یې د نفوذ ځای پیدا کړی دی.

سر مقاله لیکونکی دغه شان په سر مقاله کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان په دوه مخې توب ټینګار کوي وايي چې طالبان د پاکستان د ملاتړ نه به غیر نه شي کولای په افغانستان کې له تاوتریخوالي ډک اعمال تر سره کړي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د وسله والو طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د سولې د خبرو د سبوتاژولو په هدف له پاکستانه وتلی دی.

خو د مطلب لیکوال د یو شمېر سیاسي شنونکو په حواله لیکلي چې ملا منصور د پاکستان په اشاره له دغه هېواده وتلی دی چې د سولې د پروسې د ناکامولو تر څنګ نړیوالو ته دا وښيي چې طالب مشران هلته نشته او دوی پرې فشار نشي راوړی.

کابل پوسټ د یوې باوري سرچینې په وینا چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي چې ملا منصور لومړی پر یوې نامعلومې خوا تللی، خو څو ورځې ورسته په ډاګه شوه چې نوموړی ایران ته تللی دی.

کابل پوسټ د یادې سرچینې په حواله وړاندې لیکي، اوس ویل کېږي چې د طالبانو دا مشر له ایران هم وتلی او په افغانستان کې د طالبانو د واک لاندې کومه سیمه کې پټ دی.

د سرچینې له قوله دا هم ویل شوي چې نه یوازې ملا اختر محمد منصور بلکې د طالبانو نور مهم او مطرح کسان هم له پاکستانه د کوم نا معلوم لوري په طرف وتي دي.
اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، که څه هم له افغان حکومت سره د سولې لپاره د طالبانو د مخامخ خبرو هیلې نه دي ناهیلې شوي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا د طالبانو یو تاکتیک بللی دی، خو دا چې طالبان داشان یوه خبرپاڼه خپروي او خبرداری ورکوي چې تر کومه یې شرطونه ونه منل شي دوی به د سولې په خبرو کې ګډون ونه کړي، په دې برخه د پاکستان رول له مخه ابهام سره مخ کوي.

اصلاح په دغه مطلب کې لیکي چې دا په دې مانا ده چې پاکستان لا هم د سولې له بهیر سره لوبې کوي او کله هم حاضر نه دی چې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري وکړي.

د مطلب د لیکونکي په باور که د سولې څلور اړخیزې خبرې کومه نتیجه ورنه کړي او پاکستان ونه شي کړای یا ونه غواړي چې د طالبانو مشران د خبرو مېز ته راولي نو دغه هېواد به خپل نړیوال اعتماد له لاسه ورکړي او د صداقت په وړاندې به یې شکونه هم زیات شي.

XS
SM
MD
LG