د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

سرتاج عزيز: د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې دي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او په بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او په بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ويلي چې پر افغان طالبانو څه نا څه نفوذ ځکه لري چې د هغوی مشران په پاکستان کې دي او هلته طبي اسانتياوې کاروي او کورنۍ يې مېشت دي.

نوموړي دا خبره پرون «سې شنبه» په واشنګټن ډي سي کې د بهرنيو اړيکو شورا يا قونسل آن فارن ريلېشنز نومې څېړنيزې ادارې يوې غونډې ته د وينا پر وخت وکړه.

سرتاج عزیز زياته کړه، که څه هم طالب مشران په پاکستان کې له خپلو کورنیو سره مېشت دي خو په بشپړه توګه د پاکستان تر نفوذ لاندې نه دي او نه هم د اسلام اباد هرې خبرې ته غوږ ږدي.

د افغان حکومت او افغان طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو په اړه نوموړي وويل:

"هيله لرو چې په راتلونکو ۱۰، ۱۵ ورځو کې به د افغان طالبانو او افغان حکومت تر منځ ناسته وشي. دا پروسه به ډېره آسانه نه وي خو که دوه شيان په برياليتوب پر مخ ولاړ شي نو يوې توافقنامې ته د رسېدو موقع شته. لومړی دا چې که حالات همدغسي پاتې شي او طالبان نورې ځمکې ونه نيسي او دوهم دا چې دوی د خبرو پر مېز ځينې اساسي شيان وويني. نو زموږ هيله دا ده چې يو ځل خبرې پیل شي نو بيا به په افغانستان کې په تشدد کې کموالی يو مهم لازم شرط وي."

سرتاج عزيز زياته کړه چې د افغان سولې بهير په لړ کې په تېرو اوونيو کې د امريکا، چين، افغانستان او د پاکستان د استازو څلور اړخيزې غونډې شوي دي چې ښې پايلې يې لرلي.

سرتاج عزیز دا مهال د پاکستان او امریکا تر منځ د سټراټېژیکو مذاکراتو په لړ کې د امریکا په سفر دی.

په دې مذاکراتو کې امريکا له پاکستانه غوښتي چې خپلې اټمي وسلې دې خوندي او کمې کړي او پر خپله خاوره دې د سخت دريځه وسله والو ډلو په ضد عمليات وکړي.

XS
SM
MD
LG