د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

له طالب ډلې دوه مهم مشران د ملامنصور په نه منلو ایستل شوي


پاکستاني رسنۍ وايي، د اختر محمد منصور په مشرۍ د افغان طالبانو ډلې د خپلې رهبرۍ له شورا څخه دوه مهم طالب مشران ایستلي دي.

د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د کوټې شورا د طالبانو دوه مشران ملا عبدالرزاق او ملا حسن رحماني په دې خاطر ایستلي چې د ملا اختر محمد منصور مشري یې نه منله.

ملا عبدالرزاق د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کورنیو چارو وزیر او ملا حسن رحماني د کندهار والي و.

ایکسپریس ټریبیون وايي چې دوی دواړه تېر کال د طالبانو په هغه مرکچي پلاوي کې شامل ول چې د چین په ارومچي ښار کې یې د افغانستان د حکومت له پلاوی سره وکتل.

د تېر میلادي کال په جولای کې وروسته له دې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مړینه تایید شوه، ملا اختر محمد منصور چې تر هغه وخته د طالبانو د ډلې مرستیال و، مشر اعلان شو.

خو د ملا عبدالرزاق او ملا حسن رحماني په شمول د طالبانو د کوټې د شورا یو شمېر غړو او ځینو قوماندانانو د منصور له مشرۍ سره مخالفت وکړ.

دوی وروسته ملا محمد رسول اخوند خپل مشر وټاکه.

ایکسپریس ټریبیون وايي، د طالبانو یوه مشر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل:

«د دې لپاره چې رزاق او رحماني له امیرالمومنین سره بیعت نه دی اعلان کړی، له رهبري شورا څخه وایستل شول.»

ده همدا راز وویل چې د ملا عمر زوی ملا یعقوب د مشرتابه په شورا کې شامل کړای شوی.

د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان ته په سیاسي کمېسیون کې مسوولیت سپارل شوی دی.

دوی دواړو په پیل کې د ملا اختر محمد منصور له مشرۍ سره مخالفت کړی وو.

د دوی د مخالفت په نتیجه کې په زابل، فراه او هرات ولایتونو کې د دواړو ډلو ترمنځ سختې او خونړۍ نښتې وشوې او دا هم ویل کېږي چې ملا اختر منصور د همدغو اختلافاتو په لړ کې د خپلو مخالفانو له لوري سخت ټپي یا ووژل شو.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه هم وايي، داسې شواهد نشته چې وښيي ملا اختر محمد منصور ژوندی دی.

د ده د مشرۍ د مخالفې ډلې ویاند او مرستیال ملا عبدالمنان نیازی وايي چې ملا اختر محمد منصور وژل شوی دی.

له دې سره سره چې د منصور د ژوند او مرګ په اړه شکونه څرګندېږي، دوو طالب مشرانو هڅه پیل کړې چې له هغو قوماندانو او طالب مشرانو سره خبرې وکړي چې لا هم د منصور د مشرتابه مخالفت کوي.

ملا مطیع الله چې په ملا ناني مشهور دی او ملا ترابي، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د عدلیې وزیر و، غواړي چې له ملا عبدالقیوم ذاکر سره خبرې وکړي.

ذاکر، چې په جنوب کې د طالبانو تر ټولو لوی قوماندان ګڼل کېږي، له منصور سره د اختلاف له کبله د تېر کال په اپریل میاشت کې د طالبانو د پوځي کمیسیون له مشرۍ لېري کړای شو.

XS
SM
MD
LG