د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

عزیز ولې په افغان طالبانو کې د پاکستان پر نفوذ اعتراف وکړ؟


سرتاج عزیز
سرتاج عزیز

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې هڅو ته امیدوارۍ زیاتې شوي، د پاکستان یوه جګپوړي مقام ډاډ ورکړی چې کولای شي طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کینوي.

د پاکستان د صدراعظم د نړېوالو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز په واشنګټن کې په وروستیو څرګندونو کې وویل، د طالب مشرانو کورونه او کورنۍ په پاکستان کې دي او که خبرو ته حاضر نه شي نو حکومت به دا ټول امکانات ترې واخلي او وبه یې شړي.

پاکستاني چارواکي چې په وروستیو ۱۴ کلونو کې یې له طالبانو سره د مرستو خبره تل ردوله ولې اوس په ډاګه وايي چې طالب مشران د دوی په ولکه کې دي؟

یو شمېرکارپوهان په دې نظر دي چې طالبانو د سیمې له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم اړیکې ټینګې کړي خو پاکستان غواړي چې لا هم دوی په خپل مدار کې وساتي.

که څه وسله والو طالبانو د سولې په خبرو کې خپل ګډون تراوسه نه دی تایید کړی او د دې خبرو نېټه هم نه ده جوته خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو مقام د جرمني خبري اژانس ته ویلي، د افغانستان په جګړه کې د ښکیلو اړخونو استازي به په را روانو دوو، درېیو ورځو کې په اسلام آباد کې خبرې وکړي.

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد نفیس زکریا وویل چې په کابل کې د وروستۍ څلور اړخیزې غونډې له پرېکړې سره-سم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره هڅې روانې دي خو نېټه یې نه ده ټاکل شوې.

ښاغلي زکریا زیاته کړه:

"د فبروري په ۲۳مه په کابل کې د څلور اړخیزه غونډو د همغږۍ کمېټې موافقه کړې وه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره هلې ځلې به جاري ساتي او تمه وه دا غونډه به د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې وشي. دا د ټولو څلورو هېوادونو ګډ مسوولیت دی چې دوی خبرو ته کینوي. دا هڅې روانې دي خو تر دې دمه د خبرو نېټه نه ده تایید شوې."

که څه هم وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي خو د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال له دې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې د سولې خبرې به د مارچ له لسمې تر پنځلسمې نېټې په اسلام اباد کې ترسره شي.

څارونکي په دې باور دي چې طالب مشران د سولې په خبرو کې ګډون ته لېوالتیا لري، هغه مشران چې له کلونو راهیسې افغان حکومت ویل په پاکستان کې دیره دي خو پاکستاني چارواکو به دا د ملامتۍ د لوبې یوه برخه بلله.

د پاکستان وروستی اعتراف چې وايي، د طالبانو جګپوړي مشران په اسلام آباد کې دیره دي او د دې هېواد حکومت نفوذ پرې لري، ګڼ خلک حیران کړي ځکه پاکستاني چارواکو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو په راوروسته موده کې تل انکار کاوه چې طالب مشرانو ته یې ځای او امکانات ورکړي دي.

په نړېوالو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکارسرتاج عزیز د مارچ په لومړۍ نېټه په واشنګټن کې یوه تحقیقاتي مرکز ته په وینا کې په دې اړه چې ایا پاکستان کولای شي طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي وویل چې اسلام اباد جګپوړو طالب مشرانو ته ځای ورکړی او پر هغو نفوذ لري.

عزیز وویل چې د پاکستان حکومت کولای شي په پاکستان کې د طالبانو فعالیت محدود کړي، روغتونونو او نورو امکاناتو ته د هغو د لاسرسي مخه ونیسي او ویې ګواښي چې که د سولې خبرو ته چمتو نه شي نو لږ تر لږه د پاکستان له خاورې به یې وباسي.

ځینې څارونکي وايي، د سرتاج عزیز وینا، نه ژبنۍ سهو وه او نه د دې څرګندویي کوي چې ګنې پاکستان غواړي د خپلې پخوانۍ ملګرې ډلې- طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

سرچینې وايي، دا برعکس په اسلام آباد کې د چارواکو د هغو هڅو یو برخه ده چې غواړي نړۍ ته وښيي چې یوازې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او په داسې حال کې چې نړېوال قدرتونه او د ولسمشر اشرف غني حکومت غواړي د افغانستان جګړه سمدستي پای ته ورسوي دا اسلام آباد دی چې کولای شي طالبان خبرو ته حاضر کړي.

خپلواک خبریال سمیع یوسفزی وايي، د سرتاج عزیز د وینا هدف دا دی چې پر افغان طالبانو د اسلام آباد څرګند نفوذ نړیوالو ته په ډاګه کړي او په دې توګه امتیاز واخلي:

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه:

"له یوې خوا طالبان هڅه کوي چې د پاکستان نوم له ځانه لیرې کړي خو پاکستان کوښښ کوي داسې وښيي چې طالبان د دوی تر ولکې او کنټرول لاندې دي څو یو سیاسي امتیاز ترلاسه کړي او له بلې خوا زما په نظر پاکستان اوس ورو-ورو دا هڅه کوي چې له نړېوالې ټولنې څخه په دې امتیاز واخلي چې پر طالبانو پرته له پاکستانه بل هیڅوک نفوذ نه لري."

یو شمېر نور څارونکي په دې باور دي چې افغان طالبانو په دې وروستیو کې د روسیې او ایران په څیر د سیمې له نورو قدرتونو سره په دې تمه تماسونه ټینګ کړي چې د دوی ملاتړ وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه خوشال خلیل د سرتاج عزیز وینا ته اشاره کوي او وايي پاکستان ویریږي چې د سیمې هیوادونه به طالبان د دوی له منګولو وباسي:

ښاغلي خلیل زیاته کړه:

"سرتاج عزیز چې کومه وینا کړې او هغه هم په امریکا کې او په داسې حال کې چې د سولې خبرې رانژدې شوي، نو په دې وخت کې د دې معنا دا ده چې ښايي له پاکستان سره دا ویره وي چې که موږ دا خبره ونه کړو نو طالبانو اوس نورې لارې هم موندلي دي، مثلاً له ترکیې او ترکمنستان سره او په قطر کې هم دفتر لري او هلته یې مهم غړي اوسیږي نو د افغانستان حکومت او نړېوال هم په خبرو کې جدي دي، هسې نه چې که په انکار کې پاتې شي نو د خبرو لپاره ښايي کوم بل چینل چې ترکمنستان یا کوم بل هېواد وي رامنځ ته شي او بالاخره هغه امتیاز چې پاکستان غواړي له دې لارې یې ترلاسه کړي، ترلاسه نه شي کړای."

د ځینو کارپوهانو په نظر د ۲۰۱۴ کال په ډسمبرمیاشت کې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د محاربوي عملیاتو له پای ته رسیدو وروسته د جګړې په ډګر کې د طالبانو ځیني پرمختګونه هم دې ډلې ته دا امتیاز ورکوي چې د پاکستان له نفوذ پرته په خپلواکه بڼه عمل وکړي او له همدې کبله دا امکانات لري چې د مالي تمویل او تجهیزاتو له پلوه پر پاکستان ډیر متکي نه وي.

ځینې نور څارونکي بیا وايي چې طالبان د پخوا برعکس اوس په یوه حقیقت بدل شوي او د امریکا، اروپا او چین په څیر ځواکمن قدرتونه په مستقیم ډول اړیکي ورسره نیسي نو ځکه دوی نور نو د نړۍ او د سیمې هېوادونو ته د ځان د مطرح کولو په خاطر پاکستان ته ډیره اړتیا نه لري.

XS
SM
MD
LG