د پاکستان د کرکټ د ملي ټيم کپتان شاهد خان اپريدي د کرکټ په روان شل اوريز کپ کې د خپل ټيم د خرابې کارکردګۍ له امله له د پاکستان له عوامو بخښنه غوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان کرکټ ټيم په شل اوريز کپ کې د خپلو څلورو لوبو له ډلې يواځې يوه لوبه له بنګله دېشه وګټله او درې نورې يې له هندوستان، نيوزي لينډ او اسټراليا وباېللې.
د کرکټ ټيم کپتان شاهد خان اپريدي له هندوستانه تر راستنېدو وروسته د چهار شنبې په ورځ په يوه ويډيويي پېغام کې د پاکستان له عوامو او له خپلو مينه والو له دې امله بخښنه غوښتې چې په خبره يې په نړېوال کپ يې د هغوى هيلې پوره نه کړې.
که څه هم د پاکستان کرکټ بورډ په شل اوريز کپ کې د کرکټ ټيم د خرابې کارکردګۍ د تحقيقاتو لپاره يوه کمېټې ټاکلې چې د ټيم پر کوچ او نورو چارواکو سربېره به ورته کپتان هم مخامخېږي، خو شاهد اپريدي په دغه ويډيو کې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، ځان يواځې ملت ته ځواب ورکوونکى بللى.
ښاغلي اپریدي زیاته کړه:
"نن زه تاسو ته ويل غواړم چې دا ټيم يواځې د ١١ لوبغاړو ټيم نه، بلکې زما د ټول ملک ټيم و. سبا به څه کېږي او خلک به زما په اړه څه وايي، زه په دې اړه هېڅ پراوا نه لرم، بلکې زه يواځې تاسو ته ځان ځواب ورکوونکى بولم. نن زه له تاسو، له ټولو عوامو معافي غواړم چې تاسو په ما او پر ټيم پورې چې کومې هيلې تړلې وې،هغه مو پوره نه کړاى شوې."
شاهد اپريدى د پاکستان کرکټ ټيم تر ټولو مشهور لوبغاړى دى چې د خپلې تودې او جذباتي لوبې له امله په پاکستان او د نړۍ په ډېرى هېوادونو کې ګڼ شمېر مينه وال لري.
نوموړي د ١٩٩٦م کال په اکتوبر کې په خپلې لومړنۍ لوبه کې د سريلانکا پرخلاف په ٣٧ توپونو د کرکټ د تاريخ تر ټولو تېزه سليزه وهلې وه چې بيا وروسته دا ريکارډ د نيوزيلينډ کورې اينډرسن نزدې شل کاله وروسته په ٢٠١٤م کال کې مات کړ او تر هغې وروسته بيا د جنوبي افريقا اى.بي ډيويلريز په ٢٠١٥م کې د ويسټ پرخلاف په ٣١ توپونو د سليزې په جوړولو نوى ريکارډ جوړ کړ.
اپريدي په داسې وخت کې د خپل ټيم د خرابې کارکردګۍ له امله له عوامو بخښنه غوښتې چې د راپورونو له مخې د پاکستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې چې نوموړى له کپتانۍ ليرې او د ټيم واګې بل لوبغاړي ته ورکړي.
که څه هم ښاغلي اپريدي څه موده مخکې د کرکټ د شل اوريز کپ وروسته د لوبې د پرېښودو اعلان کړى و، خو اوس ويل کېږي چې نوموړى ښايي پر خپلې فيصلې بيا کتنه او لوبې ته دوام ورکړي، خو پخپله اپريدي لا تر دې دمه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
راپور: ذبيح مومند