د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

نيوزيلينډ په کرکټ کې پاکستان ته ماتې ورکړه


د نيوزيلينډ ټيم د کرکټ د درېيو يو ورځنيو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې د يکشنبې په ورځ پاکستان ته په ٣ ويکټو ماتې ورکړه او دا لړۍ يې په ٠\٢ وګټله.

د پاکستان او نيوزيلينډ ترمنځ د کرکټ د ٣ يو ورځنيو لوبو لړۍ د روانې مياشت په ٢٥مه نېټه په نيوزيلينډ کې پيل شوې وه چې لومړۍ هغه نيوزيلينډ وګټله، دويمه لوبه د باران له امله ونه شوه او درېيمه يوه ورځنۍ لوبه هم نيوزيلينډ وګټله.

د دواړو ټيمونو ترمنځ درېيمه يو ورځنۍلوبه د نيوزيلينډ په اکلينډ ښار کې وشوه چې پاکستان د ټاس يا پچې تر ګټلو وروسته لومړۍ بېتڼګ وکړ،خو ياد ټيم ټاکلي ٥٠ اورونه ونه لوبول او يواځېد ٤٧.٣ اورونو په لوبولو کې د ٢٩٠ رنزونو په جوړولو ټول اوټ شول او نيوزيلينډ ته يې د ٢٩١ رنزونو يا منډو هدف وټاکه.

که څه هم د پاکستاني ټيم اوپنران يا د لوبې پيلوونکي د لوبې په پيل کې يو ځل بيا ناکامه شول او کپتان اظهر علي په ٣ او محمد شهزاد تر ١٢ رنزونو جوړولو وروسته ډېر ژر اوټ شول،خو بيا وروسته محمد حفيظ و بابر اعظم ښه لوبه وکړه او د خپل ټيم پوزېشن يې يو څه پياوړى کړ.

محمد حفيظ په ٦٠ بالونو د ٥ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ ٧٦ منډې وکړې، بابر اعظم ٨٣ منډ ې جوړې کړې او سرفراز هم د ٤١ رنزونه جوړ کړل.

د نيوزيلينډ له خوا اى.ايف مېلنې ٣ او ټي. اى بولډ او ايم.جي هينري ٢_ ٢ پاکستاني لوبغاړي اوټ کړل.

د پاکستان او نيوزيلينډ ترمنځ درېيمه يوه ورځنىۍ لوبه هم د باران له امله لږه شېبه وځنډېده چې بيا وروسته د کرکټ د اصولو (Duckworth–Lewis method)له مخې نيوزلينډ ته ټاکلى هدف او اورونه يو څهراکم کړل شول.

له بلې خوا که څه هم د نيوزيلينډ ټيم هم د خپل اننګز په پيل کې د ټيم د کپتان ميکولن وېکټه له لاسه ورکړه، خو بيا وروسته مارټن ګوپټل او کين ويليمسن د پاکستاني بالرانو ښه مقابله وکړه او دواړو په ترتيب د ٣ _ ٣ شپږيزو پر مټ د ٨٢ او ٨٤ رنزونه جوړ کړل چې د نيوزيلنډ په ګټه کې يې مهم رول ولوباوه.

په پاکستاني بالرانو کې محمد عامر او د ټيم کپتان محمد اظهر د نورو بآلرانو په پرتله ښه بالېنګ وکړ او هر يوه د نيوزيلينډ ٢_٢ کسان اوټ کړل.

د نيوزېلينډ اوپنر مارټن ګپټل د ښه لوبې له امله د درېيمې يو ورځنۍ لوبې غوره لوبغاړى شو او د Man of the Match جاېزه يې وګټله.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان او نيوزيلينډ ترمنځ د ٣ يو ورځنيو لوبو وړاندې د ٣ ټي ټوينټي يا شل اورېزو لوبو لړۍ هم شوې وه چې هغه هم نيوزيلينډ ګټلې وه او پاکستان ته يې په ١\٢ ماتې ورکړه وه.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG