د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۲۱

کرکټ: پاکستان او ويسټ انډيز خپلې لومړنۍ لوبې وګټلې


په هندوستان کې د کرکټ د شل اوريز نړېوال کپ د دويمې مرحلې په دويمه ورځ د پاکستان او ويسټ انډيز کرکټ ټيمونو خپلې لوبې وګټلې.

د چهارشنې په ورځ په لومړۍ لوبۀ کې پاکستان بنګله دېش ته د شاهد خان اپريدي په تودې لوبې د ٥٥ رنزونو په لوى توپير ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د کلکتې په ايډن ګارډن لوبغالي کې ترسره کېده، د پاکستاني ټيم کپتان شاهد اپريدي د ټاس ترګټلو وروسته د بېټنګ فيصله وکړه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د محمد حفيظ او احمد شهزاد د ښې لوبې له امله د ٥ لوبغاړو په اوټ کېدو ٢٠١ رنزونه جوړکړل او بنګله دېش ته يې د ٢٠٢ رنزونو هدف وټاکه.

د پاکستان پيل د نورو لوبو په پرتله دا ځل ښه و. کله چې يې لومړنى لوبغاړى شرجيل خان اوټ شو، نو د احمد شهزاد او محمد حفيظ ترمنځ ښه ملګرتيا وشوه او په شريکه يې ١٢١ رنزونو ته د پاکستان رنزونه ورسول.

د پاکستان له خوا محمد حفيظ ٦٤، احمد شهزاد ٥٣، شرجيل خان ١٨ او شعيب ملک ١٥ رنزوننه جوړ کړل.

په عين حال کې د ياد ټيم کپټان شاهد اپريدي ترډېرې مودې وروسته ښه لوبه وکړه او د ٤ شپږيزو او ٤ څلوريزو پر مټ يې په ١٩ توپونو ٤٩ رنزونه جوړ کړل.

د بنګله دېش لوبه له پيله ښه نه وه او په لومړي اور کې يې لومړنى لوبغاړى وسوځېد.

ياد ټيم په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په اوټ کېدو ١٤٦ رنزونه جوړ کړل.

د دغه ټيم له خوا يواځې يوه لوبغاړي شکېب الحسن د پاکستاني بالرانو ښه مقابله وکړه، په ٤٠ توپونو يې ٥٠ رنزونه جوړ کړل او ناټ اوټ پاتې شو.

شاهد اپريدي د ٤٩ رنزونو او ٢ بنګله دېشي لوبغاړو د اوټ کولو له امله د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د چهارشنبې په ورځ ماښام په يوې بلې لوبې کې ويسټ انډيز انګلستان ته د ګريس ګېل د تودې لوبې په مټ په ٦ ويکټو ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د هندوستان د ممبۍ ښار په سټډيوم کې ترسره کېده، د ويسټ انډيز کپتان تر ټاس ګټلو وروسته انګلستان ته د لوبې بلنه ورکړې او ياد ټيم په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په اوټ کېدو ١٨٢ رنزونه جوړ کړل.

د انګلستان په ځواب کې ويسټ انډيز ټيم ټاکلى هدف د ګريس ګېل په تودې لوبه په ١٩ اور کې ترلاسه کړ او انګلستان ته يې په ٦ ويکټو ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې د ويسټ انډيزاوپنر لوبغاړي کريس ګېل د ٤٧ توپونو په لوبولو ١٠٠ رنزه جوړ کړل او ناټ اوټ پاتې شو. د ګريس په خپلې تودې لوبې کې ١١ شپږيزې او ٥ څلوريزې ووهلې.

د انګلستان او ويسټ انډيز کرکټ ټيمونه د شل اوريز جام په (الف) ګروپ کې دي، چې پر دې سربېره په کې افغانستان، جنوبي افريقا او سريلانکا هم شامل دي.

د يادونې وړ ده چې افغانستان به نن خپله لومړنۍ لوبه د سريلانکا له کرکټ ټيم سره د کلکتې په ايډن ګارډن لوبغالي کې کوي او د روانې مياشت په ٢٠ مه نېټه به بيا په خپلې دويمې لوبې کې له جنوبي افريقا سره مخامخېږي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG