د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

هند د اسيا د شل اوریز کرکټ جام اتل شو


د هندوستان د کرکټ ټيم د يکشنبې په ورځ د بنګله دېش کرکټ ټيم ته د اسيا د۲۰ اوريزو ټي۲۰ لوبې په فاينل يا پاى لوبې کې په ٨ ويکټو ماتې ورکړه او د ٢٠١٦ میلادي کال د اسيا د شل اورېز ټي۲۰ کرکټ اتل شو.

دغه لوبه د بنګله دېش د ميرپور ښار په شېر بنګله سټيډيم کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې پچه "ټاس" د هندوستان کپتان مهندرا سينګ دهوني وګاټه، خو لومړى يې بنګله دېش ته د لوبې بلنه ورکړه.

د اسيا د شل اوريز کرکټ فاينل د باران له امله د ٢٠ اورونو پرځاى ١٥ ته راټيټ شوى و.

د بنګله دېش ټيم په ټاکلو ١٥ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په اوټ کېدو ١٢٠ منډې يا رنزونه جوړل کړل او هند ته يې په ټاکلو اورونو کې د ١٢١ رنزونو هدف وټاکه.

په بنګله دېشي لوبغاړو کې محمودالله تېزه لوبه وکړه او يوازي د ١٣ توپونو په وهلو يې ٣٣ جوړ کړل او همداشان صابر رحمان هم د ٣٢ رنزونه وکړل.

د هند د لوبډلې له خوا څلورو بالرانو اشون، بومرا، جډيجا او نهرا ١_ ١ بنګالي لوبغاړى اوټ کړل.

له بلې خوا د هندوستان ټيم دغه هدف په ١٣ اور کې د ٢ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ.

که څه هم د هند لومړى لوبغاړى روهيت شرما ژر اوټ شو، خو بيا وروسته شيکر دهون او ويراټ کوهلي د بنګالي بالرانو ښه مقابله وکړه او د خپل ټيم په ګټلو کې يې مهم رول ولوباوه.

شيکر دهون د ٤٤ توپونو په لوبولو٦٠ رنزونه جوړ کړل او همداشان ويراټ کوهلي د ٢٨ توپونو په وهلو ٤١ رنزونه وکړل او ناټ اوټ پاتې شو.

دواړو لوبغاړو د لومړي لوبغاړي روهيت شرما تر اوټ کېدو وروسته مسوولانه لوبه وکړه او د ٩٤ رنزونو پارټنرشپ يې وکړ.

د هندي ټيم کپتان مهندرا سينګ دهوني د لوبې په وروستۍ برخه کې تېزه لوبه وکړه او يوازې د ٧ توپونو په وهلو يې ٢٠ رنزونه جوړ کړل چې دوه شپږيزې او يوه څلوريزه هم په کې شامله وه.

د بنګله دېش له خوا الامين حسين او تسکين احمد د نورو په پرتله ښه بالنګ وکړ او هر يوه ١_١ هندي لوبغاړى اوټ کړ.

شيکردهون د ٦٠ رنزونو جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړى يا Man of the match غوره شو.

د يادونې وړ ده چې هند د اسيا جام د۲۰ اوريز کرکټ د لوبو په دغه ټورنمنټ کې تر فاينل مخکې د پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش او متحده عربي اماراتو پرخلاف هم خپلې لوبې ګټلې وې.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG