د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

نيوزيلينډ کرکټ ټیم پاکستان ته ماتې ورکړه


د کرکټ د ٢٠ اوريز نړېوال کپ په يوې مهمې سيالۍ کې نيوزيلينډ پاکستان ته په ٢٢ رنزونو ماتې ورکړه او د دې کپ نيمه پايلوبو يا سيمې فاېنل ته ووت.

دغه لوبه چې د سې شنبې په ورځ ماښام د هندوستان په موهالي لوبغالي کې وشوه، دنيوزيلينډ کپټان د ټاس تر ګټلو وروسته د بېټنګ فيصله وکړه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په اوټ کېدو ١٨٠ رنزونه جوړ کړل او پاکستان ته يې د ١٨١ رنزونو ستونزمن هدف وټاکه.

د نيوزيلينډ له خوا مارټن ګپټل توده لوبه وکړه او د ٣ شپږيزو او ١٠ څلوريزو پر مټ يې يواځې په ٤٨ توپونو ٨٠ رنزونه جوړ کړل.

په پاکستاني بالرانو کې محمد سميع او کپټان شاهد اپريدي ٢_ ٢ او محمد عرفان ١ نيوزيلينډي لوبغاړي اوټ کړ.

له بلې خوا که څه هم پاکستانيو اوپنرانو تېزه لوبه وکړه، خو ونه توانېدل چې د نيوزلينډ له خوا ورکړل شوى هدف پوره کړي او په ٢٠ اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په اوټ کېدو يواځې ١٥٨ رنزونه جوړ کړل.

که څه هم د پاکستان له خوا اوپنر شرجيل خان تېزه لوبه پيل کړه او په ٣٥ توپونو يې ۴۷ منډې جوړې کړې، خو دې تېز پيل هم پاکستان سره په بري کې مرسته ونه کړاى شوه.

دا په روانو سياليو کې د نيوزيلنډ درېيم پرله پسې بریاو د پاکستان پرله پسې دويم شکست و.

پاکستان پخپل ګروپ کې تر دې دمه يواځې له بنګله دېشه لوبۀ ګټلې او له هندوستان او نيوزيلېنډه يې بايللې ده.

پاکستان به خپله وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ له اسټراليا سره کوي.

نيوزيلينډ پاکستان ته په ماتې ورکولو دې روان ٢٠١٦ میلادي کال د سياليو نيمه پايلوبو يا سيمې فاينل ته هم ووت.

مارټن گپټيل د نيوزلينډ له لوري ٨٠ رنزونو په جوړولو د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

ټاکل شوې چې نن به ددغه شل اوريز کپ دوه نورې سيالۍ هم ترسره شي چې لومړنۍ هغه به يې د افغانستان او انګلستان او دويمه به يې د هندوستان او بنګله دېش ترمنځ وي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG